پاکستان: د ثبت شویو افغان کډوالو اخراج سپتمبر کې پیلیږي
۱۴۰۴ مرداد ۱۵, چهارشنبهد پاکستان د دولتي راډیو په حواله د پروف آف راجستریشن (پي او آر) کارت لرونکو افغان مهاجرو په منظم ډول د بیرته ستنولو بهیر د سپټمبر له لومړۍ نیټې څخه پيلیږي. دغه پریکړه د امنیتي انديښنو او په ملي کچه پر وسایلو د فشار له کبله، د یوې لوړې سطحې په غونډه کې شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هغه افغان مهاجر چې د«پي او آر» کارتونو موده یې د جون په ۳۰ نیټه ختمه شوې ده، له راتلونکې سپتمبر میاشتې څخه به په منظم ډول بیرته د دوی هیواد ته استول کیږي.
مخکې تر دې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د «پي او آر» کارت لرونکو ته د جون تر ۳۰ نیټې پورې له پاکستان څخه د وتلو مهلت ورکړی و، خو له دې نیټې وروسته به تر ۱،۳ میلیونو ډیر مهاجر بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په پاکستان له ۸۰۰ زره ډیر افغان مهاجر د افغان سټیزن کارډ درلودونکي دي، په داسې حال کې چې نږدې ۱،۳ میلیونه یې له حکومت سره په رسمي ډول راجستر دي او هغوي «پروف او رجسټریشن» لري.
په مجموعي ډول په پاکستان کې تقریباً ۲۸ لکه یا ۲،۸ میلیونه افغانان موجود دي، چې په تیرو څلورو لسیزو کې په خپل هیواد کې د روانو شخړو له کبله پاکستان ته مهاجر شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمانونو په حواله اوس هم نږدې ۱۳ لکه افغان مهاجر په پاکستان کې موجود دي، چې اکثره یې په خیبر پښتونخوا کې اوسیږي.
پاکستان په ۲۰۲۳م کال کې د «آي اف آر پي» پروګرام پیل کړی و چې په لومړیو کې یې هدف بې اسناده او افغان سټیزن کارډ درلودونکي کسان ول. له هغه وخت راهیسې نږدې ۱،۳ میلیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي. خو اوس هم تقریباً ۱۶ لکه افغان کډوال په پاکستان کې موجو دي چې یو شمیر یې د پاکستان په سیاست کې بدلون ته هیله مند دي.
په باعزت ډول د کډوالو ستنول
د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس په حواله په ټول پاکستان کې پولیس افغانان نیسي او سرحدي پولې ته یې انتقالوي. دا خبره د پاکستان دوو امنیتي کارمندانو د نوم پټ ساتل کیدو په شرط کړې ده.
د دوی په خبره دغه نیونې په پراخه کچه نه ترسره کیږي، خو پولیسو ته لارښوونه شوې ده چې کور په کور چیکنګ یا پلټنې وکړي او په غیر قانوني توګه میشت بهرنیان ونیسي.
د اسوشیټیډ پرس په حواله په خیبر پښتونخوا کې افغان کمشنر شکیل خان وویل «بلې هو، هغه افغان مهاجر چې په پاکستان کې اوسیږي هغوي په باعزته توګه بیرته ستنول کیږي.»
شکیل خان وویل چې دغه عملیات د مرکزي حکومت په امر تر اوسه پورې یو تر ټولو مهم اقدام دی.
د ملګرو ملتونو له خوا نیوکه
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند قیصر خان افریدي د پاکستان په وروستیو اقداماتو ژوره انديښنه ښودلې ده.
هغه وویل چې په دې شکل سره د خلکو بیرته ستنول، د اجباري اخراج مترادف دی، چې د یو حکومت د نړیوالو مسؤولیتونو څخه سرغړونه ده.
نوموړي پر پاکستان ټینګار وکړ چې: «د انساني خواخوږۍ پر بنسټ تدریجي او باعزته طریقه» دې خپله کړي، څو افغانان په داوطلبانه شکل بیرته ستانه شي. نوموړي د پاکستان د دې اقدام ستاینه وکړه چې له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې یې د افغان مهاجرو کوربتوب کړی دی.
د اسوشیټیډ پرس خبري آژانس په حواله په افغانستان کې د طالبانو ادارې په پراخه پیمانه د ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران له خوا د افغانانو پر اخراجوالو انتقاد کړی دی.
د طالبانو ادارې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د ګاونډیو هیوادونو له خوا د افغانانو اخراجول د نړیوالو اصولو، انساني خواخوږۍ او اسلامي لارښوونو خلاف بللی دی.
راشد په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل «په کومه اندازه چې افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستنیدو ته اړ ایستل کیږي، دا ډول یو وضعیت د افغانستان په تاریخ کې بې سابقه دی.»