کابل ته د اسلام آباد د استازي سفر؛ د ۱۶ اورپکو وژل کېدل
۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبهد پاکستان او افغانستان چارواکو په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکیچنو اړیکو د ښه والي لپاره خبرې وکړې. دا اړیکې د ترهګرۍ ضد اقداماتو، د ترانزیت سوداګرۍ، کډوالو، او نورو دوه اړخیزو مسایلو له امله ترینګلي شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، د مارچ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې افغانستان ته سفر درلود. دا سفر د پاکستان د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار، په لارښوونه شوی چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه موضوعاتو باندې پکښې بحث وشي.
شخړو ته د حللارو تلاښ
صادق د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دواړو اړخونو د ګډو ناستو او د پلاويو د تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ چې د شخړو حل ته لاره هواره شي. ياد وزارت ويلي دي: "په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې، سیاسي او اقتصادي همکاري، ترانزیت او د خلکو ترمنځ تبادلې وڅېړل شوې."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې متقي ټینګار وکړ چې د ترانزیت او سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او دا موضوع باید له نورو اختلافاتو سره ونه تړل شي. ويل شوي چې محمد صادق ډاډ ورکړ چې پاکستان به د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
کابل ته د امريکايي پلاوي سفر: طالبانو يو امريکايي آزاد کړی
نوموړي په یوه پوسټ کې وویل چې دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د لوړپوړو چارواکو لیدنې او خبرې زیاتې کړي چې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
د پاکستان او افغانستان اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي. تمه کېده چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، دا اړیکې ښې شي، ځکه چې پاکستان د طالبانو د وسله والې مبارزې پر مهال د هغوی ملاتړی و.
"۱۶ ترهګر ووژل شول"
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۳مه) د وسله والو د وژلو خبر ورکړ. په دغه خبر کې ويل شوي چې ۱۶ اورپکي وژل شوي چې د شمالي وزیرستان د غلام خان کلي له لارې یې د پاکستان او افغانستان پر پوله د نفوذ هڅه کوله.
د بیان له مخې، پاکستاني سرتېرو د اورپکو د نفوذ هڅه ناکامه کړه او هغوی یې په مؤثر ډول په نښه کړل. زياته شوې: "د مارچ ۲۲مې او ۲۳مې شپې په جریان کې، د خوارجو یوه ډله چې د پاکستان او افغانستان له پولې يې د نفوذ هڅه کوله، د امنیتي ځواکونو لخوا کشف شوه. امنیتي ځواکونو د هغوی پر وړاندې عملیات ترسره کړل او د سختې نښتې وروسته، ټول ۱۶ خوارج ووژل شول."
پاکستان غواړي په افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه په نخښه کړي؟
ISPR د وژل شوو اورپکو ته د خوارج اصطلاح وکاروله چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي ګڼل کېږي. د پاکستان پوځ ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان له موقتي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پولې له خپلې غاړې د مؤثر سرحدي مدیریت ډاډ ورکړي. د پاکستان پوځ زياته کړې: "د افغانستان له موقتي حکومت څخه تمه کېږي چې خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د خوارجو له لوري د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي. د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د خپل هېواد پولې خوندي کړي او د ترهګرۍ بلا له منځه یوسي."