څارونکي: د اسد له پلویانو سره نښتو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعهد سوريې د بشري حقونو د څار سازمان پر اکس شبکه ليکلي: «د سوريې په سواحلو کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت ځواکونو او د بشارالاسد پرځول شوي رژیم ته د وفادارو وسله والو تر منځ خونړیو نښتو او کمينونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او په لسونو نور ژوبل او نيول شوي دي.»
یاد سازمان وايي چې د پنجشنبې په ورځ حکومتي او اسد ته وفادارو ځواکونو ترمنځ د سوريې د ساحلي ښارګوټي جبله په دوو کلیو کې نښتې وشوې چې پکې ۴۸ کسان ووژل شول. دغه سازمان زیاتوي چې دا په دسمبر میاشت کې «د اسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د نوي حکومت پر چارواکو تر ټولو خونړۍ حملې دي.»
ورته نور ولولئ: فعالان: د سوریې په شمال کي د موټربم په چاودنه کي ۱۹ کسان وژل سوي
د سوریې د رواني اوونۍ په تاوتریخوالو کې د ټولو وژل شوو کسانو شمېر لا په دقیقه توګه روښانه نه دی. خو ۴۸ وژل شوي کسان چې روښانه دي، سرچينې ويلې چې په هغو کې ۱۶ د سوريې حکومتي ځواکونه، ۲۸ اسد ته وفادار جنګیالي او ۴ ملکیان شامل دي.
په اللاقیه ولایت کې چې دغه جګړې ېې په مربوطاتو کې شوي، د امنيتي ځواکونو یوه قوماندان مصطفی کنافتي وویل: «له اسد څخه پاتې ګڼو وسله والو ګروپونو زموږ پر موقعیتونو او امنيتی پوستو ښه پلان شوي او له مخکې طراحي شوي بریدونه وکړل.» هغه وویل چې په جبله کې ېې پر ګزمو هم بریدونه شوي دي.
ورته نور ولولئ: د سوریې موقت ولسمشر د ټول شموله حکومت جوړولو هوډ څرګند کړی
کنافتي وويل چې ګڼ شمېر ځواکونه ېې وژل شوي او ټپيان شوي، خو د هغو کره شمېره ېې یاده نه کړه.
دغه سوريايي قوماندان وویل: «موږ به په سیمه کې ثبات بېرته رامنځ او د خپلو خلکو د ملکیتونو ساتنه به وکړو.»
د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې په دغو نښتو کې اکثره وژل شوي ځواکونه د سوريې له شمالغربي ښار ادلیب څخه دي. ادلیب د پخوانیو وسله والو مخالفینو تر ټولو قوي مرکز و.
ورته نور ولولئ: بئربوک په دمشق کي د سوریې له نوي مشرتابه سره گوري
له آرشیف څخه (18.12.2024):