په فرانسه کي د کډوالو کمپ ته نږدې يو کس په ډزو وژل سوی
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبهد فرانسې د پوليسو يوې سرچينې د دوشنبې په ورځ وويل چي د يکشنبې په ورځ د لون-پلاژ کډوالو کمپ ته نږدې په ډزو کي دوه نور کسان ټپيان سوي هم دي. تر اوسه پوري د قربانيانو د هويت په اړه معلومات نسته.
تر دغي پيښي يوه ورځ مخکي هم د کډوالو دغه کمپ ته چي شاوخوا ۱۵۰۰ کسان پکښې استوګن دي، په يوه ورته پيښه کي يو ۲۴ کلن سوډانی ووژل سو.
د پوليسو يوې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د شنبې په ورځ پيښه کي ټول قربانيان د سوډان دي او په ټپيانو کي يو ماشوم هم شامل دی.
د څارنوالی د معلوماتو له مخي، چارواکو د شنبې ورځي د ډزو په تړاو دوه کسان چي يو، يو ۲۹ کلن ځوان دی چي ادعا کوي د عراق دی او بل ۱۶ کلن ځوان چي ويلي يې دي د افغانستان دی، نيولي دي.
د فرانسې عمومي څارنوالۍ زياته کړې ده چي د يوې منظمي ډلي له خوا د قتل او د قتل د هڅي په اړه پلټني پيل سوي دي.
د فرانسې په شمال کي هغه کسان سره راټوليږي چي غواړي د مانش کانال له لاري ځانونه بريتانيا ته ورسوي.
فرانسې او بريتانيا ژمنه کړې ده چي د هغه انساني قاچاق وړونکو پر وړاندي به مبارزه وکړي د ډېرو پيسو په بدل کي کډوال په بې کيفيته کښتيو کي له فرانسې څخه بريتانيا ته قاچاق کوي.
د بريتانيا چارواکو ويلي دي چي يوازي د جمعې په ورځ په ۱۴ کوچنيو کښتيو کي ۹۱۹ کسان له فرانسې څخه د مانش کانال له لاري د دغه هيواد په سواحلو کي پلي سوي دي.
د فرانسې چارواکو ويلي دي چي د روان کال له پيل راهيسي نږدې ۱۵ مهاجر د اوبو له لاري بريتانيا ته د تګ پر مهال مړه سوي دي.