«یوازې په مارچ میاشت کې په ایران کې ۵۹ کسان اعدام شوي»
۱۴۰۴ فروردین ۱۶, شنبهد ایران دبشري حقونو سازمان (IHR) چې مقر یې په ژنیف کې دی په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د روان (۲۰۲۵) میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې په ایران کې د اعدامونو شمیر د تیر کال د همدې موندې په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
په ایران کې یو وار بیا په پراخه پیمانه د اعدام سزا پلي کیدل په داسې یوه وخت کې صورت نیسي چې له امریکا سره کړکیچ مخ پر ډیریدو دی. د دغه سازمان په حواله د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه اعدام شوي چې په دوی کې ۸ ښځې هم شاملې دي.
په ایران کې اعدامونه عموماً د قتل او مخدره موادو د تورونو پورې اړوندو جرایمو په برخه کې ترسره کیږي. د هغو ارقامو له مخکې چې د بشري حقونو دغه سازمان خپاره کړي دي، د تیر کال په ورته موده کې په دغه هیواد کې ۱۱۰ تنه اعدام شوي وو.
یوازې د روان کال په مارچ میاشت د ایران په مختلفو محبسونو کې لږ تر لږه ۵۹ تنه اعدام شوي دي له دې ډلې ۳ تنه یې افغانان، ۷ بلوچان او یو یې کُردی تبع و. په دغو اعدام شوو کې پنځه تنه یې ښځې وې.
د بشري حقونو د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم خبرداری ورکړ چې ایران کیدای شي له امریکا سره د جګړې د احتمال په اړه انديښنو څخه د اعدامونو د زیاتولو له پاره ګټه اخیستنه وکړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۴م کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۹۷۵ کسان اعدام شوي چې دغه شمیر د ۲۰۰۸م کال راهیسې، یعنې د کله راهیسې نه چې دغه سازمان د شمیرو ثبتول پيل کړي دي تر ټولو لوړ رقم دی.