په اټومي وسلو سمبال امریکایي اوبتل هرمز تنګې ته ورسید
۱۳۹۹ دی ۲, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې د هرمز ستراتیژیکې تنګې اوبو ته د خپل اټومي اوبتل «یو اس اس جورجیا» د رسیدو خبر ورکړ.
اسوشیټډ پریس خبري آژانس په حواله د دې اوبتل رسیدل د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا یو نادر ګام بلل شوی او په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د ایران او امریکا په اړیکو کې تشنج زیات شوی دی.
په بحرین کې د امریکا پنځمې بیړۍ سمندري ځواکونو په حواله دوې جنګي بیړۍ د «یو اس اس جورجیا» له اوبتل سره چې د اوهایو له ډول څخه دی، ملګرتیا کوي.
په هرمز تنګي کې دغه یو غیر معمول اقدام چې هدف یي د امریکا د نظامي ځواک ښوول دي، د ایران د اټومي چارو کارپوه محسن فخري زاده تر وژل کیدو وروسته کیږي. ايران بيا امريکا په دغه قتل کې په لاس لرلو تورنوي.
دا ګام همدارنګه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د ایران د سپاه قدس (له سرحده د باندې یعنې بهرنیو هیوادونو کې د سپاه پاسداران واحدونو) قوماندان قاسم سلیماني د وژل کیدو له تلین څخه دوې اونۍ مخکې اخیستل کیږي. ایران په وار وار ویلي دي چې د امریکا د دې اقدام غچ به واخلي.
په فارس خلیج کې د امریکا بم غورځوونکي الوتکې
د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې په سیمه کې د جورجیا اوبتل د موجودیت هدف د سیمې هیوادونو او سمندري امنیت ته د امریکا د ژمنتیا ښکاره کول دي. امریکا اعلان کړی دی چې غواړي په دې اقدام سره «په هر وخت کې د ګواښونو پر وړاندې دفاع ته» خپله امادګي ښکاره کړي.
د «یو اس اس جورجیا» اوبتل پر ۱۵۴ تاماهاوک کروز توغندیو سمبال دی او کولی شي چې ۶۶ ځانګړي عملیاتي ځواکونه په خپل بطن کې ولیږدوي.
د روانې میاشتې په پیل کې دوې بم غورځونکي امریکایي الوتکې چې امریکا هغه «ایران ته د خبرداري ورکولو» ماموریت نومولی وو، د سیمې فضا ته داخل او د ایرانې فضا په څنډه کې تیري شولې.
د امریکا د پوځي قدرت ښوول کیدالی شي ایران ته یو پيغام وي، په دې معنی چې امریکا له دې سره سره چې دونالد ترمپ په عراق او افغانستان کې د خپل نظامي حضور د کمولو په هڅه کې دی، په منځني ختیځ کې خپل تعهد ته ژمن پاتیږي.
د امریکا د پنځمې بیړۍ سمندري ځواکونه په فارس خلیج، سره سمندر، عمان خلیج او د هند اوقیانوس په ځینو برخو کې د شپږ نیم میلیونه مربع ساحې په اوبو کې د حفاظت او د امریکا د ګټو مسئولیت لري.