امريکا له ايران سره خبرو ته چمتووالی ښوولی
۱۳۹۹ اسفند ۱, جمعهامريکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د فيبرورۍ ۱۸ مه نيټه) ويلي چې د ۲۰۱۵ د اتومي تړون په اړه له ايران سره خبرو ته چمتو ده. د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په ۲۰۱۸م کال کې تر دې تړونه د وتلو وروسته پر ايران بندیزونه هم و لګول.
خو په دې اړه د ولسمشر جو بايدن دريځ بل ډول دی. هغه په دې آند دی چې د اتومي پروګرام د څار او پرې د کنترول له پاره دا تړون اغیزمن دی.
دا تړون چې «ګډې جامعې تګلارې» په نوم شهرت لري، لاسليک کوونکي یې ليوال دي چې ویې ژغوري. د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس وويل: «امريکا به د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو له پاره د آلمان په ګډون د ملګرو ملتونو د پنځو دايمي غړيو او د ایران ترمنځ د ترسره کیدونکي غونډې له پاره د اروپايي ټولنې د لوړ پوړو چارواکو بلنه ومني.»
د ولسمشر بايدن حکومت د روانې میلادي میاشتې په سر کې ويلي ول چې پر ایران لګيدلي بندیزونه به لغوه نه شي.
له دې تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته ايران هم په ۲۰۱۹م کال کې له تړونه مخ واړاوه. دغه هيواد روښانه کړې وه چې د ۲۰۱۵م کال په تړون کې چې د يورانيمو د غني کولو کوم حد ټاکل شوی وو، ايران تر هغه ډېر غني کولی شي. تر لوړې کچې د يوارنيمو غني کول د اتومي وسلو جوړولو ته لاره هواروي خو ايران وايي چې دا پروګرام يوازې د ملکي موخو له پاره دی.
ورته موضوع: بایدن: له ایران سره خبرې کول به ډير ستونزمن وي
د فيبرورۍ پر ۱۸ نېټه د آلمان، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو په دې اړوند په پاريس کې سره وليدل او د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين هم د ويديو له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړ.
تر دې لیدنې کتنې وروسته په ګډه اعلاميه کې وويل شول: «که ایران د اتومي تړون په ترڅ کې پر کړو ژمنو عمل وکړي نو امريکا به هم پرې عمل وکړي او بيا به دغه هيواد له ايران سره په دې اړه خبرو اترو ته چمتو هم وي.»
خو ایران يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی دی چې دا چې امريکا له دې تړونه وتلې وه نو بايد لومړی اقدام هم دوی وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د تويتر له لارې ليکلي: »پر ايران د ټول مسؤليت اچولو پر ځای دي اروپايي ټولنه او نور درې اروپايي هيوادونه بايد خپلې ژمنې پر ځای کړي او د ايران پر وړاندې د ترمپ د اقتصادي ترهګرۍ میراث دې له منځه يوسي.»
د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس (آي ای اي ای) مشر جنرال رفايل ګراسي سينير له ايراني چارواکو سره د خبرو په موخه د شنبې په ورځ تهران ته سفر کوي.
ګراسي له ايراني چارواکو سره په دې اړه توافق ته رسېدل غواړي چې د ایران اتومي تاسيساتو ته د نړيوالو څارونکو لاس رسۍ پر ځای پاته شي څو هغوی خپلې پلټنې جاري وساتلی شي.
خو ايران وايي چې که امريکا تر راتلونکې يکشنبې پورې پر دغه هيواد هغه بندیزونه چې په ۲۰۱۸م کال یې لګولي ول، لغوه نه کړل نو ایران به ښايي د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان پر چارواکو بندیزونه ولګوي.
ب . ص/ ن. ز (AP, afp, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: