امریکا د ایران پر توغندیزې آزموېنې انديښنه څرګنده کړې ده
۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبهد ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «ذوالجناح» په نامه فضاء ته د ترکيبي سون توکو پر مټ د لومړني سپوږمکۍ لیږدونکي توغندي آزموېنه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د دغه رپوټ پر بنسټ نوموړی توغندی د ځمکې مدار ۵۰۰ کیلومترۍ ته د ۲۲۰ کیلوګرامه وزن انتقالولو توان لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د دې توغندیزې آزموېنې په اړه انديښنه څرګنده کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل «د ایران له خوا فضاء ته د توغول کیدونکو وسایلو (اس ال وي) پراختیا ورکولو هڅو امریکا اندیښمنه کړی دی. ځکه داسې پروګرامونه د ایران بالیستیک توغندیو ته د پراختیا ورکولو توان لري.»
نوموړي زیاته کړه: «فضایي توغول کیدونکي وسایل د وسلو (اټومي وسلو) د خپریدو په برخه کې د جدي اندیښنې سبب کیږي، ځکه دا د لوړ توان درلودونکي توغندیز سیستم ته ورته دي او د هغې د ځای نیولو قابلیت لري.»
د ایران د ارتباطاتو وزیر محمد جواد آذري جهري، د دغه سپوږمکۍ لیږدونکي توغندي د آزموېنې په برخه کې وویل: «دغه توغوونکی په لږه بیه د توغول کیدو بهیر ته داخلیږي او تر یوه سپوږمکۍ د زیات وزن تحمل کولو (لیږدولو) توان لري.»
د ایران د دفاع وزارت د فضایي چارو ویاند احمد حسیني وايي چې د ذوالجناج سپوږمکۍ لیږدونکی لکه د سیمرغ د سپوږمکۍ لیږدونکي په څیر یوې ثابتې اډې ته اړتیا نه لري.
د ایران توغندیز پروګرام تل د امریکا او اروپایي اتحادیي له خوا د سیمې او نړۍ امنیت ته د یوه خطر په توګه ارزول شوی دی. امریکا د ایران پر وړاندې د پراخو بندیزونو یو له عمده دلایلو څخه د دغه هیواد له خوا د توغندیو د جوړولو پروګرام دوام په ګوته کړی دی.
ایران د تیر کال په اپریل میاشت کې خپله نظامي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستوله چې دا کار د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپؤ له خوا وغندل شو.
دویچه ویله: ش.ن /ب.ص