کیم یو ځل بیا د کیف ضد جګړه کې له مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ
۱۴۰۴ تیر ۲۲, یکشنبهد شمالي کوریا دولتي خبري آژانس، کې سي ان اې، د یکشنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه) خبر ورکړ چې کیم جونګ اون د شنبې په ورځ د روسیې له خارجه وزیر، سيرګي لاوروف، سره په بندري ښار وونسان کې وليدل. خبرځای زیاتوي چې په دغه کتنه کې کیم لاوروف ته ډاډ ورکړ چې هېواد به ېې د اوکراین په جګړه کې له مسکو ملاتړ ته ادامه ورکوي.
نور ولولۍ: اوکراین د روسیې له خوا د تر ټولو درنو هوايي بریدونو خبر ورکړی
د کې سي ان اې د رپوټ مطابق، کیم لاوروف ته وویل چې هغوی «په ټولو ستراتیژیکو مسائيلو کې یو ډول ليدلوری لري» او پیونګ یانګ «چمتو دی چې له روسیې بې قید او شرطه ملاتړ وکړي او د اوکرایني بحرانونو د ريښو د لمنځه وړلو په موخه مبارزه کې د روسيې د رهبرۍ له خوا د ټولو ترسره شوو اقداماتو ستاینه کوي.»
مسکو او پیونګ یانګ په کال ۲۰۲۴ کې شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال په خپلو کې د ستراتيزيکو همکاريو تړون لاسلیک کړ. په دغه تړون کې پر دغو دوو هېوادونو د حملې په صورت کې پوځي همکاري هم شامله ده.
نور ولولۍ: جنوبي کوريا وايي په اوکراين کې د شمالي کوريا تر ۳۰۰۰ زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
شمالي کوریا د اوکراین پر ضد جګړه کې له مسکوه د وسلو او سرتېرو په اکمالاتو سره ملاتړ کوي.
د شمالي کوریا عسکر د روسيې په غربي سیمه کورسک کې استخدام شوي تر څو له اوکراین څخه د نیول شوو سیمو په بېرته تصرف کې همکاري وکړي.
د اوکراین د استخباراتو ادارې د معلوماتو پر اساس، په یاده سیمه کې د شمالي کوریا کابو ۱۴زره عسکر وژل شوي دي.
نور ولولۍ: شمالي کوريا روسیې ته د ځواکونو استول تائيد کړي؛ پوتين هم ترې مننه کړې
روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې اوکراین ېې پر وړاندې د غربي متحدینو په همکارۍ مبارزه کوي.
له آرشیف څخه: