سيول: شمالي کوريا څو بالستيک توغندي فېر کړي دي
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبهد جنوبي کوريا پوځ رپوټ ورکړی دی چې شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ په ژيړ سمندرګي کې څو بالستيک توغندي فېر کړي دي. زياته شوې ده چې دا کار تر هغه څو ساعته وروسته شوی دی چې جنوبي کوريا او امریکا متحده ايالاتو خپل ګډ کلني پوځي تمرينونه پېل کړل.
په پيونګ يانګ کې حکومت له اوږدې مودې راهېسې دې تمرينونو ته د پارونې په سترګه ګوري.
تېره اونۍ د جنوبي کوريا د واکمن کېم جونګ اون، خور کيم يو يونګ، چې ډېر قدرت لري، په جنوبي کوريا کې د امريکا د الوتکې ليږدونکې بېړۍ د استقرار په غبرګون کې د لا ډېرې «پارونې» پر ضد خبرداری ورکړی وو.
اړونده موضوع: جنوبي کوريا: شمالي کوريا د ختيځ سمندر پر لور آزمايښتي توغندي توغولي
د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو لوې درستيز تائيد کړې چې ميزايلونه د شمالي کوريا له هوانګهای ايالت څخه توغول شوي دي. دا يوازې په روان ميلادي کال کې پنځم ځل دی چې شمالي کوريا میزايل توغوي.
د جنوبي کوريا او امريکا روانې ګډې پوځي مانورې به چې د «Freedom Shield » يا د «آزادۍ ډهال» په نوم ياديږي، ۱۱ ورځې دوام وکړي.
شمالي کوريا له «فزيکي شخړې» څخه خبرداری ورکړی
د دوشنبې په ورځ د شمالي کوريا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د «آزادۍ ډهال» پوځی تمرينونه ښايي د کوريا په ټاپو وزمه کې د «فزيکي شخړې» د پارېدو سبب شي او دا یې «تیري کوونکي او د مخامخ جګړې تمرين» وبلل.
اړونده موضوع: شمالي کوریا له روسیې سره دفاعي تړون تصویب کړی دی
د وزارت له لوري په جاري کړل شوې اعلاميه کې د شمالي کوريا د اتومي وسلو د زېرمو د واکمن کيم جونګ اون، د «راډيکالې يا بنسټيزې ودې» پر هدف ټينګار شوی دی او دې ته اشاره شوې ده چې د امريکا او په سيمه کې یې د متحد يعني جنوبي کوريا له لوري ګواښونه احساس شوي دي.
جنوبي کوريا خپل د څار سیسټم غښتلي کړی او له امريکا متحده ايالاتو سره ژوره همغږي لري.
پر ملکي سيمه تصادفي بمبار
د امريکا او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينونه تېره اونۍ په جنوبي کوريا کې د يوې پوځي پېښې له کبله د رامنځته شوې وقفې وروسته بيرته پېل شول.
تېره پنجشنبه د تمرين پر وخت د جنوبي کوريا دوه اف – جټ الوتکو په خطایي کې د پوچيون پر ملکي ساحه باندې بمبار وکړ، چې په دې ترڅ کې د دوو سختو ژوبل شويو په ګډون څه نا څه ۳۰ ټپيان شول. د پوچيون سيمه د شمالي کوريا پولې ته څېرمه پرته ده.
د پېښې په ترڅ کې جټ الوتکې ۸۲ ام کي بمونه سهوتاً فېر کړي ول. د پېښې په تړاو پلټنې پېل شوي دي.