اسرائیل ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي کړي دي
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبهد حماس په حواله د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۰) په خوشي کړای شوو فلسطیني بندیانو کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي. د رپوټونو په حواله د اسرائیل له زندانونو څخه په خوشي کړای شوو فلسطینیانو کې د لویدیځې غاړې او بیت المقدس ۶۹ ښځې او ۲۱ تنکي ځوانان شامل دي.
په خوشي کړای شوو کسانو کې «د فلسطین د ازادۍ له پاره د ولسي جبهې» مشره خالده جرار هم شامله ده. د رویټرز خبرې اژانس په حواله په خوشي شوو کسانو کې اکثره یې په دې وروستیو کې نیول شوي ول او دوی نه هم محاکمه شوي او نه هم ورته سزا اورول شوې وه.
تمه کیږي چې اسرائیل به د اوربند په لومړي پړاو کې نږدې ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي او په بدل کې به حماس ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشی کوي.
حماس وایي چې د هر یرغمل شوي اسرائیلي په بدل کې به ۳۰ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو څخه خوشې کړای شي.
په خوشي شوو کسانو کې خالده جرار هم شامله ده
د اسوشیټډ پریس په ګډون ډېرو خبري اژانسونو ویلي دي چې په خوشي شوو کسانو کې فلسطیني سیاستواله خالده جرار هم شامله ده.
خالده جرار «د فلسطین د ازادۍ له پاره د ولسي جبهې» یوه مخکښه سیاستواله او مشره ده. اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې دا یوه «ترهګره ډله» بللې ده.
جرار په تیره لسیزه کې ډیر وخت په زندان کې تېر کړی دی. تر دې مخکې هغې ته د پارونې په څیر تورونو له کبله سزا اورول شوې وه. د خالده جرار کورنۍ او خپلوانو يې د هغې تود هرکلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو په حواله په ورته وخت کې د یکشنبې په ورځ د اوربند له نافذیدو وروسته تر ۶۳۰ ډېري د مرستې لارۍ غزې ته رسېدلي دي.