المان: کورنی تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی
۱۴۰۴ مرداد ۱۱, شنبهد رسنیو د معلوماتو له مخې په المان کېد کورني تاوتریخوالي د قربانیانو شمیر خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. «د وېلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې په المان کې د جنایي جرمنونو فدرال ادارې تیر کال د ۲۵۶۹۴۲ اغیزمنو شوو په ثبتولو سره، د بل هر وخت په پرتله ډیر لوړ رقم ثبت کړی دی.
دا تر دې مخکې کال په پرتله ۳،۷ سلنه لوړ دی، په داسې حال کې چې د پنځه کاله مخکې په نسبت ۱۴ سلنه زیاتوالی ښې.
د احصایې له مخې په المان کې په هرو دوو دقیقو کې یو کس د خپل پارټنر، د ژوند پخواني ملګري او یا هم د نږدې خپلوانو له خوا زورول شوی یا زورول شوې ده.
ورځپاڼې د المان د جنایي جرمونو فدرال ادارې په حواله زیاته کړې ده، د پولیس ادارو په اصطلاح د پارټنرز یا ژوند د ملګري له خوا د تاوتریخوالي یا زورول کیدو ۱۷۱۰۶۹ قربانیان ثبت کړي دي، چې دا تر دې مخکې کال په پرتله نږدې دوه سلنه زیاتوالی ښې.
په کورنۍ کې دننه د تاوتریخوالي په برخه کې د جنایي جرمونو فدرال ادارې له ۷،۳ سلنې په زیاتوالي سره ۹۴۸۷۳ قربانیان ثبت کړي دي. د کورنۍ تاوتریخوالي شاوخوا ۷۳ سلنه قربانیان ښځي دي.
عوامل یې څه کیدلی شي؟
د فامیلي چارو وزارت د «وېلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي چې د کورنۍ تاوتریخوالي د مواردو زیاتیدو عوامل کیدای شي د ټولنیزو بحرانونو او شخصي ننګونو له زیاتیدو سره ارتباط ولري. همدارنګه امکان لري چې اوس تر پخوا شکایت ثبتولو ته لیوالتیا او امادګي زیاته شوې وي.
په هغه قانون کې چې د فیبرورۍ په میاشت کې د کورنۍ تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې په برخه کې تصویب شو، د سیاسي ګوندونو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي. د دې قانون په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې به له ۲۰۳۲م کال څخه د قانوني مشورو او حفاظت ترلاسه کولو حق ولري، د بیلګې په توګه د ښځو له پاره به په «امن کور» کې یو مستقل ځای ولري.