«امريکا ته د سفر ممنوعيت کېدای شي ډېر افغانان اغیزمن کړي»
۱۴۰۳ اسفند ۱۶, پنجشنبهدرو سرچینو چې د نومونو له ښودلو ېې ډډه کړې رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې پر افغانستان او پاکستان علاوه، نور هيوادونه هم په هغه نوملړ کې شته چې اتباع ېې امریکا ته له سفر کولو منع کيږي، خو وې ويل چې نه پوهيږي چې هغه به کوم هېوادونه وي. دغه قانون کېدای شي له راتلونکې اوونۍ عملي شي.
ورته نور ولولئ: امریکا د افغانانو په ګډون ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا او ۱۷۷ نور ونیزوېلا ته اخراج کړل
د امریکا متحد ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپپه خپله لومړنۍ دوره کې هم د ۷ هغو هيوادونو پر اتباعو چې اکثریت اوسېدونکي ېې مسلمان دي، امریکا ته د سفر ممنوعیت اعلان کړی و. خو دغه قانون په ۲۰۲۱م کال کې د هغه ځای ناستي جو بایدن، لغوه کړ او وې ویل چې دا «زموږ د ملت د وجدان له پاره یو داغ» دی.
د ترمپ نوې پالیسې کیدای شي په افغانستان کې د امریکا په لسونو زره محلي کارمندان چې دمخه ېې په امریکا متحده ایالاتو کې د اوسېدو کېسونه منظور شوي، اغیزمن کړي.
ورته نور ولولئ: د ترمپ لومړي اجرائيوي فرمانونه د هغه د اهدافو ښکارندوي کوي
دونالد ترمپ، د جنوري مياشتي پر ۲۰مه امریکا ته د بهرنیو وګړو د سفر په تړاو یو اجرايي فرمان صادر کړ. دغه فرمان د امریکا د ملي امنیت د ګواښونو د کشفولو له پاره د هر هغه بهرني وګړي په هکله جدي امنيتي څېړنې یا معاینات لازمي ګرځوي، چې په امریکا کې د منلو په لټه کې وي.
د ترمپ دغه فرمان د کابينې يو شمېر غړو ته سپارښتنه کوي چې د مارچ تر ۱۲مې د هغو هېوادونو نوملړ چمتو کړي چې امریکا ته ېې سفرونه باید په قسمي او يا په بشپړه توګه وځنډول شي، ځکه چې د هغوی د «څېړنو او سکن معلومات ډېر کم دی.»
یادو درو سرچينو او ېوې بلې سرچينې چې هغه هم د نوم له ښودلو ډډه وکړه وویل چې افغانستان به د هغو هېوادونو په ډله کې وي چې امریکا ته پرې د سفر بشپړ ممنوعیت لګول کیږي.
يادو سرچينو دا هم ووېل چې کیدای شي پاکستان هم د افغانستان په څېر په ورته نوملړ کې شامل شي.
رويټرز لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو، عدلې او د کورني امنیت وزارتونو او همدارنګه د ملي استخباراتو دفتر چې مشران ېې له دغې پالیسۍ نظارت کوي، د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ورته نور ولولئ: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل
یوې سرچينې وويل هغه افغانان چې په امریکا کې په ځانګړې ويزې یا د مهاجرو په توګه منل شوي، تر ټولو د مخه د نړۍ د هر بل هېواد «وګړو په پرتله تر لا ډېرې څېړنې» لاندې نیول کيږي.
سرچينې وويل د بهرنیو چارو وزارت دفتر هڅه کوي تر څو هغه افراد چې د مهاجرت په ځانګړي ویزې په امریکا کې میشت کيږي له دغه سفري ممنوعیت څخه مستثنا کړي، خو زیاته ېې کړه چې «تر ډېره داسې ښکاري چې دغه کار ونشي.»
رويټرز خبري آژانس تېره میاشت رپوټ ورکړ چې په امریکا کې هغه دفتر ته چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو له پاره کار کوي، سپارښتنه شوې چې تر اپریل میاشت پورې ېې د تړلو یو پلان تیار کړي.
ورته نور ولولئ:له ترمپ څخه له خطر سره د مخامخ افغانانو سره د مرستې غوښتنه
د افغان ایوک په نوم د ډلو یو ائتلاف هم د متحده ایالاتو له حکومت سره د افغانانو د تخلیې او په امریکا کې د هغوی د ځای پر ځای کېدو په برخه کې کار کوي. د دغه ائتلاف مشر شاون وندایور، له هغو افغانانو چې د امریکا معتبرې وېزې په لاس کې لري غوښتي چې هر څومره ژر چې کولی شي امریکا ته دې سفر وکړي.
وندایور په یوه اعلامیه کې ويلي: «په داسې حال کې چې کومه رسمي اعلاميه نه ده چمتو شوې، د متحده ایالاتو د حکومت په داخل کې ګڼې سرچینې د نوي سفري ممنوعیت غوښتنه کوي، کوم چې کېدای شې تر راتلونکې اوونۍ تطبیق شي.»
ورته نور ولولئ: مدافعين: د امريکا محلي افغان کاروونکي دې د ترمپ له پريکړې معافيت ومومي
هغه زیاته کړې ده چې دا کېدای شي حتی «هغه افغانان هم اغېزمن کړي چې ویزې په لاس کې لري» او په امریکا متحده ایالاتو کې «ځای پر ځای کېدو ته انتظار باسي.»
شاوخوا ۲ لکه افغانان په امریکا متحده ایالاتو کې د مهاجرو او یا د مهاجرت ځانګړې وېزې له طریقه د بیا مېشتېدا له پاره منل شوي دي. ترمپ د جنوري مياشتي پر شلمه د مهاجرو د منلو پروګرام او د مهاجرو د پروازونو له پاره ټاکل شوې بودجه د ۹۰ ورځو له پاره وځنډوله. له هغه وخت راهیسې په زرونو افغانان چې د امریکا سفر ته انتظار دي، په افغانستان او نژدې ۹۰ هېوادونو کې په یو بې برخلیک وضعیت کې د ژوند شپې ورځې تېروې. له دې ډلې شاوخو ۲۰زره ېې په پاکستان کې میشت دي.
ورته نور ولولئ: یوه ډله افغانان د امریکا ویزې د پروسس له پاره فیلیپین ته رسیدلي
له آرشیف څخه: