آلمان: په درو کلونو کې د تابعيت اخیستو مقررات لغوه کیږي
۱۴۰۴ فروردین ۲۲, جمعهد آلمان نوی ائتلافي حکومت چې محافظه پال مسيحي ديموکرات (CDU) او مسيحي سوسيال (CSU) ګوندونه او سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) پکې شامل دي، غواړي په دريو کلونو کې د «ښو ادغام شويو» کډوالو له پاره د آلمان د تابعيت ترلاسه کولو ګړندۍ لاره لغوه کړي. دا خبره د دغه ګوندونو ترمنځ په روانه اونۍ کې رامنځته شوي «ائتلافي تړون» کې شوې ده.
«توربو» تابعيت به نور نه وي
په دريو کلونو کې د آلمان د تابعيت د ترلاسه کولو مقررات په تېر جون میاشت کې تر هغه وروسته پلي شول چې د سوسيال ديموکرات، زرغون او لیبرال ګوند په شراکت پخواني ائتلافي حکومت د آلمان د تابعيت اخیستنی په قانون کې اصلاحات تصويب کړل.
په دريو کلونو کې د تابعيت اخیستو له پاره عريضه کوونکی بايد د آلماني ژبي پرمختللی د «سي ۱» ژبې کورس سند ولري او همدا شان د آلمان په ټولنه کې په ښه توګه د ادغاميدو په برخه کې یې نورې ښې لاسته راوړنې هم بايد لرلي وي، لکه رضاکارانه کار او يا د کار او زده کړو په برخه کې ښی ځليدلی وي.
اړونده موضوع: په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۰۰ زرو تنو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی
د آلمان محافظه پال مسيحي ديموکرات اتحاد او د بایرن ايالت څخه یې مسيحي سوسيال متحد ګوند تل په دريو کلونو کې د تابعيت د اخيستو پر تګلاره نيوکې کولی او هغه یې «توربو» يا چټک تابعيت باله. ځيني محافظه پال انتقاد کوونکي ادعا کوي چې په آلمان کې درې کاله اقامت د آلمان د تابعيت ترلاسه کولو له پاره ډېره لنډه موده ده.
خو د نوي ائتلافي تړون پر اساس کډوال کولی شي چې د پنځو کلونو تر دايمي اقامت وروسته او د آلماني ژبې د «بي ۱» سند سره د آلمان تابعیت ته عريضه وړاندې کړي. دا د تېر کال د اصلاحاتو سره سمون لري. پر دې سربیره دوه ګوني تابعيت ته هم اجازه ورکړل شوې ده.
دوه ګونی تابعيت به پر ځای پاتی وي
د تېر کال د اصلاحاتو تر مخه د آلمان د تابعيت ترڅنګ د يوه داسې بل هېواد د تابعيت درلودو تر ډېره اجازه نه وه چې د اروپايي ټولنې غړی نه وي. خو د دغه اصلاحاتو په عملي کیدو سره د آلمان د تابعيت ترلاسه کوونکو شمير ډېر شو چې علت یې په آلمان کې د ميشتو په خټه ترکي وګړو ليوالتيا وه.
که څه هم چې محافظه پالو لکه د سي ډي يو د ګوند مشر او د آلمان احتمالي راتلونکي صدراعظم فريدرش مېرڅ، د دوه ګوني تابعيت پر مفکوره باندې نیوکې کولی، خو اوس داسې ښکاري چې د اس پي ډي ګوند سره په ائتلافي خبرو کې پر دغه مسئله جوړجاړی شوی وي.
د دوه ګونو تابعيت لرونکو څخه د تابعيت بیرته اخیستل نور تر غور لاندې نه دي
د آلمان راتلونکی ائتلافي حکومت له هغو وګړو څخه چې دوه ګونی تابعيت لري، د آلمان تابعيت د بیرته اخیستو نظر نه تعقيبوي.
تر دې دمخه ګوندونه په دې اړه غور کاوه چې آيا د آلمان تابعيت له هغو کسانو څخه چې د ترهګرۍ د ملاتړو، یهودي ضد او يا داسې افراطيانو په توګه مشخص شوي وي چې«د بنسټیز آزاد او ديموکراتيک نظم د له منځه وړلو غږ کوي»، بیرته اخيستل کيدلی شي او که نه.
اړونده موضوع: اروپايي هيوادونه د تابعيت ورکولو شرايط څنګه تنظيموي؟
دا نظر د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو له خوا وړاندي شوی وو او د سوسيال ديموکرات ګوند له خوا پرې تل نيوکې کيدلی. د آلمان د مهاجرو ټولنو هم دا وړاندیز غندلی وو.
د دې پر ځای په ائتلافي تړون کې ويل شوي دي چې ګوندونه به د هغو کسانو د اخراجولو په اړه ممکن بدلونونه واروزي چې د «بنسټیز آزاد او ديموکراتیک نظم د له منځه وړلو غږ کوي» خو دا به پر هغو صدق کوي چې د آلمان تابعيت ونه لري او نه پر هغو کسانو چې دوه ګونی تابعيت لري.