نيپال ـ د سپيانو د درناوي او ناز څو ورځنۍ لمانځنې پېل سوې
۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۴مه) په نيپال کي د سپيانو د درناوي کولو او د هغوی د نازولو مراسم پيل سول. په دې ترڅ کي د سپيانو په غاړو کي د ګلونو اميلونه اچول کيږي، د هغوی پر تندي سور رنګ موښل کيږي او هغوی ته ناز ورکول کيږي.
يادي لمانځني د همالايا پر څنډه پروت د دغه هيواد له مهمو لمانځنو څخه دي. د دغې سيمي اوسېدونکي سپي ته د «مرګ د رب النوع» د استازي په سترګه ګوري. له همدې کبله خلک کوښښ کوي چي سپي ونازوي تر څو د مرګ رب النوع ورڅخه راضي سي او دوی ته له وخت مخکي مرګ ونه ليږي.
که د کوڅو سپي وي او که د کور سپي وي، په دغو لمانځنو کي ورته خلک خورا ناز ورکوي. په دې ترڅ کي سپيو ته وريژي، مړۍ او غوښي ورکول کيږي. دغه لمانځني په ټولیزه توګه د څلورو او پنځو ورځو تر منځ دوام کوي.
نجوميان هر کال عليحده حسابونه کوي او معلوموي چي دغه لمانځني د کال په کومو ورځو بايد ولمانځل سي. د نيپال خلک په يوه بله ورځ تورې کارغۍ هم لمانځي ځکه چي دغو مرغانو ته هم د مرګ د رب النوع د استازو په سترګه کتل کيږي.
نيپاليان په دغو لمانځنو کي و لکشمي ته هم څراغونه بلوي. په هندو مذهب کې لکشمي د ثروت، مال او نيکمرغۍ الهيه تصور کيږي. په دغه ورځ د غوايانو لمانځنه هم کيږي ځکه چي هغوی هم د لکشمي په څېر د نيکمرغۍ سمبولونه بلل کيږي.
د دغو لمانځنو وروستۍ ورځ انسانانو ته ځانګړې سوې چي ګواکي هغوی ټول وروڼه او خوېندي دي. په دې ترڅ کي زيات کسان يو بل ته تحفې ورکوي. دغه لمانځنې له زيات وخت راهيسي په دغه هيواد کي ادامه لري. د نيپاليانو د عقېدې له مخي دغه لمانځنې له هغه وخت څخه پېل سوي دي کله چي يوې شهزادګۍ د مرګ رب النوع په دې راضي کړ چي له هغه وروسته د دې ورور د ځان سره بوزي، کله چي هغه ته یې د ګلونو يو غاړکۍ جوړه کړه او هغه يې په دې راضي کړ چي ورور يې تر هغه ساعته د ځان سره نه بوزي، تر څو چي د غاړې هار ګلونه نه وي وچ سوي.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.