د پاکستان پر اقتصاد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو اغیزې
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبهپه دې وروستيو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو پروسه کړندۍ کړل شوې ده چې له کبله یې په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا ايالت د اقتصادي ستونزو ډېريدو په اړه اندېښنې پاريدلي دي. کارپوهان وايي چې له دې ګام سره به نه يوازې اقتصاد اغیزمن شي، بلکې د پاکستان او افغانستان اړيکي هم له سخت خطر سره مخامخ کيدلی شي.
د افغان مهاجرو د ستنولو لړۍ
د پاکستان د حکومت د ارقامو په حواله په دغه هيواد کې دمګړۍ د ۳۰ لکو په شا او خوا کې افغان مهاجر ژوند کوي. د نړيوالو ادارو په حواله له دې څخه یې کابو ۱۳ لکه راجستر افغانان دي، په داسې حال کې چې نور اته نیم لکه یې د افغان ستیزن کارت لري. لس لکه یې هغه دي چې په دغه هېواد کې د اوسيدو هیڅ ډول قانون اسناد نه لري.
اړونده موضوع: طالبانو له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پر اخراج انتقاد کړی
د ۲۰۰ کسانو په شا او خوا کې هره ورځ د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته اوري. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو ان ایچ سي آر» په حواله د اخراج د تازه لړۍ له پېل راهېسې تر ۱۲۷ زرو ډېر افغانان بیرته ستانه شوي. د تېرې جمعې په ورځ د پنجاب له لسو ولسواليو څخه ۱۴۳۷ کسان تر بايو میترک تائيد وروسته افغانستان ته وليږدول شول.
په پېښور کې د میشتو افغانانو ډېر شمیر یې د ضرب الاجل د ختمیدو تر مخه دغه هېواد پريښی خو ډېری سوداګر په دې آند ول چې دا ضرب الاجل به وغځول شي. خو اوس دغه کاروباري قشر يا سوداګر هم بیرته ستنېدو ته چمتووالی نيسي چې دا څه پر اقتصاد د منفي اغیزو باعث ګرځیدلی شي.
پر اقتصاد یې اغیزې څه کيدلی شي؟
د پېښور تجاران وايي چې په زرونو افغان سوداګرو دلته پانګونه کړې چې سيمه ایز اقتصاد یې په پښتو درولی دی. د سرحد د تجارتي خونې مرستيال مشر عبدالجليل جان، د آلمان خبري آژانس ته وويل: «پاکستان تر څلورو لسیزو پورې د افغان مهاجرينو په مقابل کې له زغم څخه کار واخیست، هغوی دلته کاروبارونه پېل کړل، جايدادونو یې واخيستل، خو په ناڅاپي توګه له هغوی څخه د بیرته تللو غوښتنه کول د دواړو هېوادونو پخوانۍ اړيکې اغیزمنولی شي.»
نوموړي وويل چې د خيبر پښتونخوا سوداګري تر ډېره د افغان سوداګر په لاس کې ده او د دوی له ناڅاپي اخراج سره به اقتصادي بحران رامنځته شي.
نوموړي زياته کړه چې د پېښور د سرو زرو د بازار ۸۰ سلنه کاروبار د افغانانو په لاس کې دی، همدا شان د پېسو د تبادلې، غاليو، ګاڼو، ګران بيه تېږو، هوټلونو، اليکترونيکي سامان آلاتو او د جامو په کاروبار کې هم دوی ستره ونډه لري.
د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې مرستيال مشر ضياالحق، سرحدي وويل: «افغان سوداګرو په کراچۍ او لاهور کې ستر صنعتي مرکزونه جوړ کړي دي چې په سونو پاکستانيانو ته پکې کار ورکول کيږي. د دوی له تلو سره به نه يوازې پانګونه ختمه شي بلکې د کار مواقع به له منځه ولاړې شي.»
د حکومت پر تګلاره نیوکې
سوداګرو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان مهاجرو د اخراج له مخه دې له اړوندو شريکانو لکه د سرحد تجارتي خونې، د پاک – افغان ګډې تجارتي خونې او افغان ټولنو سره اړيکه ټینګه کړل شي.
د عبدالجليل جان، په حواله: «حکومت باید يوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې وای څو لږ اقتصادي زيان اوښتی وای.» ضياالحق سرحدي، هم وړاندیز وکړ چې پانګوالو افغان سوداګرو ته دې آسانتياوې ورکړل شي، د اروپا او نورو هېوادونو په څېر څو هغوی خپل کاروبارونه افغانستان ته انتقال کړای شي.
سياسي او ټولنیزې انديښنې
د کارپوهانو په حواله د افغان مهاجرو د بیرته ستنېدو سره ناامني او سياسي بې ثباتي رامنځته کيدلای شي. د افغانستان اوسنی وضعيت چې زيربناوې ويجاړې دي او کاروبار د نشت برابر دی، افغان سوداګر دې ته اړ کوی چې په نورو هېواد کې پانګونه وکړي. د دې وضعيت له کبله د توپيري چلن او تاوتريخوالي د ډېرېدو خطر موجود دی.
اړونده موضوع: پي ټی ایم اروپا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج پر ضد لاریونونه پیل کړي
پر دې سربیره په اجباري توګه د افغان سوداګر د ایستلو له کبله د بهرنیو هېوادونو د پانګونې کمېدو اندېښنه شته چې د پاکستان د سرحدي سيمو د اقتصادي ثبات له پاره مهمه ده.
په پېښور کې د افغان تاجر اتحاد مشر حاجي نصيب شاه، وويل: «زموږ د ۴۰ کلونو کاروبار به يوه میاشت کې ټولول امکان نه لري. دلته مو اولادونه په زده کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دی.»
په خیبر پښتونخوا کې د افغانانو ټولنه په اقتصادي او ټولنیزه توګه فعاله ده.
ډېرو افغانانو په پاکستان کې ودونه کړي دي او دريم نسل یې پاکستان خپل هېواد ګڼي. د کارپوهانو په حواله د دوی د جبري اخراج له کبله به کيدای شي دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي هم اغیزمن شي.