له ایرانه نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته لیږدول شوي
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبهد هجر شادماني، کورنۍ افغانستان ته تر داخليدو وروسته په سخته ګرمۍ او ګردونو کې څو ساعته انتظار وکړ. يو څو بکسونه یې هغه ټوله شتمني ده چې په ایران کې د ټول ژوند تر تیرولو او خپل ټاټوبي ته تر اخراجیدو ورووسته یې لري.
دا ۱۹ کلنه او درې خوېندې ورونه یې له هغو په لسونو زرو افغانانو څخه دي چې په دې وروستيو ورځو کې د اسلام قلعه له سرحدي لارې افغانستان ته اوښتي دي چې د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو په حواله له دوی اکثريت په جبري توګه اخراجيږي.
اړونده موضوع: طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته ستانه سوي
هجر، چې ایران ته یې د مور او پلار تر مهاجرت وروسته په دغه هېواد کې زيږيدلی، وويل چې دغه هیواد «موږ هیڅکله نه يو منلي.» هغه وايي کله چې پولیس په شيراز کې زموږ کور ته راغلل او موږ ته یې د تللو امر وکړ، پرته له وتلو مو بله چاره نه درلودله.
خو افغانستان هم هغې ته پردې دی. نوموړي د فرانسې خبری آژانس ته وویل: «موږ دلته [په افغانستان کې] هیڅ هم نه لرو.«
دا چې د ایران پوهنتونونه هغه نه مني او په افغانستان کې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګول نو د نوموړې زده کړې تر نامحدودې مودې درېدلي دي.
هغې وويل: «زه د زده کړو ډېره علاقه لرم..... ما غوښتل په افغانستان کې ادامه ورکړم خو فکر کوم دا کار نه شم کولی.»
د هرات ولايت د اسلام قلعه پر سرحدي لاره د کنترول پوسته تل مصروفه وي او له قاچاق څخه نیولې د ځوانو نارينه وو تر اخراج پورې معاملاتو سره لاس او ګريوان وي، هغه ځوانان چې د کار په لټه ایران ته ځي.
د افغانانو ډله ایز اخراج
خو له هغه وخت راهېسې چې د ایران حکومت اعلان کړی چې هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري باید د جولای تر ۶مې نېټې پورې له ایرانه ووځي، د بیرته ستنېدونکو، په ځانګړي توګه د بیرته ستنېدونکو کورنيو شمیر ډېر لوړ شوی دی.
د مهاجرت نړيوال سازمان (آې او ام) په حواله يوازې په جون میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان اخراج شوي دي.
د دغه سازمان وياند عزیز آغا، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «له جنورۍ میاشتې راهېسې تر ۶۹۰ زرو ډېرو افغانانو ایران پريښې دی چې «د دوی ۷۰ سلنه یې په زور ليږدول شوي.»
اړونده موضوع: د ایران او اسرائيل شخړه: په تهران کې د يوه افغان کډوال وژل کيدل تائيد شوي
له هغو ډېرو بیرته ستنو شويو څخه یې يوه هم چې له فرانسې خبري آژانس سره یې خبرې کړي، دا نه دي ويلي چې د ایران او اسرائيل د تازه کړکيچ له کبله تښتېدلي خو دا کړکيچ ښايي پر افغانانو باندې د فشار ډېرېدو باعث شوی وي. د امنيتي چارواکو له لوري نيول کيدو هم له ایران څخه د هغو په وتلو کې ونډه لرلې ده.
د ژوند او کار له پاره سخته مبارزه
يادالله عليزاده، چې کله د مهاجرت د نړيوال سازمان له لوري د بیرته ستنېدونکو مرکز ته تر رسېدو وروسته له سروس موټر راښکته شو نو د شا په بکس کې يوازې خپلې جامې او يو مات شوی تليفون ورسوو څو پرې له خپلې کورنۍ سره تماس ونيولی شي.
دغه ۳۷ کلن وويل چې د ورځې د مزدورکار په توګه د کار په ترڅ کې ونيول شو او افغانستان ته تر اخراجيدو د مخه په يوه توقيف کمپ کې اچول شوی وو.
نوموړی د خپلې کورنۍ او کور د توکو پرته په جبری توګه اخراج شوی، په سرحد کې پر يوه کارتن ويده کيږي او غواړي تر هغه دلته پاتې شي څو یې کورنۍ ورسره نه وي يوځای شوي.
نوموړي وويل: «زما درې اولادونه راڅخه پاتي دي چې همدا اوس ناروغه دي او نه پوهيږي چې څرنګه دلته ځان را ورسوي.»
نوموړی تمه لري چې په دايکندي ولايت کې خپل کور ته تر ستنېدو وروسته يو کار پيدا کړي خو په يوه داسې هېواد کې چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله کړيږي، نوموړی له يوې سختې مبارزې سره مخامخ دی.»
په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) خبرداری ورکړی دی چې د اخراج شويو دغه څپه چې ډېرې یې «هیڅ کومه پانګه نه لري، خدماتو ته محدود لاس رسی لري او د کار له پاره هم امکانات نه لري»، دغه بحران ځپلې هېواد لا پسې بې ثباته کوي.
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي، د شنبې په ورځ په اسلام قلعه کې له بیرته ستنېدونکو سره وليدل. نوموړی چې ډېر امنيتي ساتوونکي یې ورسره مل وو، ژمنه وکړه چې «په ایران کې به د هیڅ افغان وګړي حقونه نه خوړل کيږي» او دا چې ضبط شوې او يا پرېښوول شوې شتمنۍ به بیرته ترلاسه کوي.»
طالب چارواکو په وار وار سره په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د «عزتمندانه» چلن غږ کړی دی. پاکستان هم په دې وروستيو کې په سونو زره افغانان بیرته ستانه کړي دي.
تر يو ميليون ډېرو افغانانو بیرته ستنېدل
تر دې دمه په روان میلادي کال کې له دواړو ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان څخه تر يو ميليون ډېر افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دا شمیرې په داسې حال کې په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بندو شويو نړيوالو مرستو د بیرته ترلاسه کولو او د نړيوالو له لوري په رسميت د پيژندل کيدو له پاره هلې ځلې کوي.
د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې د ستنېدونکو يوازې يوې کوچنې برخې ته رسیدګي کولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران ضرب الاجل به بالقوه ۴ میليونه افغانان اغیزمن کړي.
اړونده موضوع: ملگري ملتونه له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو په اړه اندیښمن دي
ځیني مرستو ته اړمن راستانه شوي په هرات ښار کې د دغه سازمان د انتقال مرکز ته ورځي چېرې چې دوی خواړه، د شپې ځای او خپلو سيمو ته د ستنېدو په برخه کې مرسته ترلاسه کولی شي.
خو په دې پر سيوري او پاکه ودانۍ کې ناسته بهارا رشيدي، په دې اړه اندېښمنه ده چې هغه او اته خوېندې به یې اوس په افغانستان کې څه کوي. د پلار تر مړينې وروسته دوی په قاچاقي لارو ایران ته تللې وې څو هلته خپل ژوند جوړ کړي.
دغې ۱۹ کلنې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زموږ په کور کې هیڅ نارينه نشته چې کار وکړي او موږ نه کور او نه هم پېسې لرو.»