هند: د نړې په ستره مذهبي مېله کي ۱۵ کسان مړه سوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبهپه پریاگراج ښار کي، چیري چي دغه مېله جوړه سوې، نوموړي ډاکټر چي نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۹) وویل: «تر اوسه پوري ۱۵ کسان مړه سوي دي. نور کسان تر درملني لاندي دي.» د فرانسوي خبري آژانس یو عکاس د ژغورونکي هغه عمله او زیارت کوونکي لیدل چي قربانیان یې د پیښې له ځایه انتقالول.
اړوند:هند: د یوه مذهبي جشن په ترڅ کي ۴۶ کسان ډوب سوي دي
د قربانیانو په لسونو خپلوانو دپیښې له ځایه څه ناڅه یو کیلومتر لیري په یوه لویه خیمه کي چي د یوه روغتون کارورڅخه اخیستل کیږي، د خپلو خپلوانو په هکله نوو معلوماتو په تمه انتظار ایسته. د اکانکشا رانا په نوم د سیمي یوه چارواکي د PTI خبري آژانس ته وویل چي دغه وارخطايي او گڼه گوڼه سهار وختي پس له هغه پیل سوه چي امنیتي خنډونه «مات» سول.
کومب مېله په نړۍ کي یوه ستره مذهبي مېله بلل کیږي. هغه د جنورۍ پر ۱۳مه پیليږي او د لمانځلو پر وخت یې د شاوخوا ۴۰۰ میلیونو زیارت کوونکو د راتگ تمه کیږي. دغه مېله چي له سلونو کلونو راهیسي لمانځل کیږي او د فبرورۍ تر ۲۶ مي پوري ادامه پیدا کوي، دا ځل د هند په شمال کي په پریاگراج کي د گنگا جمنا سیند د یو ځای کيدو په سیمه کي جوړه سوې ده.
چهارشنبې ورځ د دغي مېلې تر ټولو سپیڅلې ورځ ده چي په میلیونو زیارت کوونکي په دغه یو ځای کیدونکي سیند کي لمبیږي، ترڅو له گناهو څخه ځانونه پاک کړي. خو د دې برعکس چارواکي سیمي ته داخل سول او د لوډسپیکرونو له لاري یې له زیارت کوونکو څخه وغوښتل چي ځانونه له اوبو څخه لیري وساتي.
د انسانانو په سخته گڼه گوڼه کي د مرگونو پیښو د رامنځته کیدو د خطر له کبله، پولیسو سږکال د نورو ترڅنگ د مېلې په ځای او هغې ته تلونکو لارو باندي په سونو امنیتي کمرې ځوړندي کړي دي.
تر دې خکي هم د هندوانو په دغه مېله کي د مړیني پیښي رامنځته سوي دي: په ۱۹۵۴م کال کي په دغه مېله کي په یوه ورځ تر ۴۰۰ زيات انسانان مړه سول. په ۲۰۱۳م کال کي هم ۳۶ انسانان تر پښو لاندي او مړه سول. هغه وخت هم کومب مېله د هند په شمال، پریاگراج کي جوړه سوې وه.