په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ د ځواکونو ګمارل
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبهد ملي ګارډ شاوخوا ۸۰۰ ځواکونو چې په پام کې ده په واشنګټن کې به ځای پر ځای شي، د سې شنبې په ورځ یې دغه ښار ته رسېدل پیل کړي دي.
د ملي ګارډ په مقر کې يونيفورم پر غاړه عسکر ليدل کیدل چې د مهماتو او چمتو خوړو په بارولو بوخت ول.
ولسمشر دونالد ترمپ، خپله دا پریکړه چې په واشنګټن ښار کې پوځيان ځای پر ځای کړي، د دغه ښار د يوه «بې قانونه» ښار په توګه په نومولو سره توجيه کړه، په داسې حال کې چې د دې ادعا د اثبات له پاره ډېر څه نشته دي.
اړونده موضوع: په لاس اينجلس کې ګرځبندیز او په نورو ښارونو کې د مظاهرو پېليدل
بل لور ته د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت رپوټ ښيي چې په واشنګټن کې له ۲۰۲۳م کال راهېسې د تاوتريخجنو جرمونو شمیر ۳۵ سلنه کم شوی دی.
د واشنګټن ښاروالې هم خپله لهجه بدله کړې
د واشنګټن ښاروالې موريل بووزر، وويل چې «دا خبره به ډاډمنه» کړي چې د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري د ملي ګارډ د ځواکونو تر ګمارلو او د پلازمینې د پوليسو کنترول فدرال ته تر سپارلو وروسته دغه اضافي پرسونل پر کار واچول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې بووزر، د ترمپ د ادارې دا ګام «انديښمنوونکی او بې ساري» بللی وو.
د سې شنبې په ورځ د يوې خبري غونډې ترڅ کې نوموړې هڅه وکړه چې وضعيت ته يو څه مثبت رنګ ورکړي.
اړونده موضوع: د ترمپ لومړي اجرائيوي فرمانونه د هغه د اهدافو ښکارندوي کوي
هغې خبريالانو ته وويل: «څرنګه دې حالت ته راغلو او يا د وضعيت په اړه څه فکر کوو – اوس موږ ډېر پوليس لرو او غواړو دا ډاډمنه کړو چې موږ ترې استفاده وکړو.»
د چارواکو په حواله به د ملي ګارډ ځواکونه د چا د نيولو اجازه ونه لري او دغه ځواکونه به دوی ته د سپارل شويو ټوپکونه پرته د نورو وسلو ګرځولو اجازه ونه لري.
د بې کوره کسانو د نيولو ګواښ
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې په واشنګټن کې پر سړکونو او لارو کوڅو کې پراته بې کوره کسان چې د خپلو موقتي خیمو د لیرې کولو څخه انکار وکړي ښايي بنديان شي.
د ولسمشر دونالد ترمپ، وياندې کارولين ليوټ، خبریالانو ته وويل: «هغو کسانو ته چې کورونه نه لري، له خپلو خيمو څخه د وتلو انتخاب به ورکړل شي او د بې کوره خلکو پناه ځایونو ته به يوړل شي څو ورته له اعتياد څخه د خلاصيدو او د رواني روغتيا خدمات وړاندې شي خو که چېرې هغوی انکار وکړي نو د نغدي جريمو او يا د زنداني کيدو د نويو سزاوو سره به مخامخ شي.»
ترمپ، د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې «موږ به [بې کوره کسانو] ته د اوسيدو ځایونه ورکړو خو له پلازمينې لېرې سیمو کې به دغه څه تنظیم شي.