د ناسا روباټي موټر د مريخ د ډبرو په ټولولو کې ناکام شو
۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبهد ناسا پېرسورانس روباټي موټرګي ونه شو کولی چې په لومړۍ هڅه کې د مريخ تيږې راټولې کړي. دغه خبره دامریکا متحده آيالاتو د فضايي تحقيقاتو آژانس ناسا کړې ده. د دغه روباټي موټرګي اصلي ماموريت دا دی چې د مريخ په سور رنګه سياره کې د ډبرو نمونې راټولې کړي چې وروسته يې بيا ځمکې ته راوړي او څېړونکي يې وپلټلی شي. دغه نمونې بايد فلزي ټيوبونو ته وردننه او يو بل وخت بيا ځمکې ته راوړل شي.
خو هغه ارقام چې څېړونکو تر لاسه کړي، ښيي چې تر برمې وهلو وروسته داسې کومه نمونه لاس ته نه ده ورلوېدلې. دغه روباټ ته ورته موټرګی دا مهال د مريخ په سر د يوې لويې کندې غاړې ته ولاړ دی. څېړونکي په دې اند دي چې دغه کنده ښايي د يوه پخواني جهيل پاتې شونی وي چې درې نيم مليارډه کاله پخوا دلته موجود وو. څېړونکي وايي چې دغه پخوانی جهيل ښايي له ځمکې بهر د ژوندانه د ډولونو په هکله نښې نښانې ولري.
روباټي موټر څه وکړل؟
ناسا داسې انځورونه خپاره کړل چې موټرګی پکې يوې کندې ته څېرمه ولاړ دی چې په منځ کې يو سوری لري. دغه سوری په لومړي ځل په تاريخ کې دغه روباټ کيندلی دی. څېړونکي وايي چې د کيندلو بهير کامياب وو، خو انجينران اوس هڅه کوي پيدا کړي چې ولې روباټ ونه شو کولی چې د ګوتې په اندازه د تيږې يوه نمونه د ټيټان فلزي ټيوب ته وردننه کړي.
د ناسا د پروژې مشر، کېن فارلي، وايي چې ورپسې ګام به دا وي چې پر يوه روباټي بازو نصب شوې کمره سوري ته وردننه کړل شي. د هغه په خبره له دې لارې ښايي ماته شوې تيږه وليدل شي. هغه ښايي مروړل شوې او په شګو يا رېګ بدله شوې وي.
د پېرسورانس روباټي موټر نيم کال مخکې د فبرورۍ په مياشت کې مريخ ته ورسېد. سفر يې اووه مياشتې دوام وکړ چې د ۴۸۰ ميليونو کيلومترو مصافه يې شا ته پرېښوده څو خپل هدف يعنې مريخ ته ورسيږي. ناسا غواړي چې د ډبرو دېرش نمونې تر ۲۰۳۰ کاله پورې راټولي او ځمکې ته راوړي.