په میانمار کې زلزله؛ د مړو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی
۱۴۰۴ فروردین ۹, شنبهد میانمار پوځي حکومت د شنبې په ورځ وویل چې د جمعې ورځې زوروې زلزله کې د وژل شوو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی. یو حکومتي ټیم ويلي تر اوسه مشخصه شوې چې ۱۰۰۲ کسان مړه شوي او په شاوخوا ۲۳۷۶ تنه نور ټپیان دي.
تر دې څو ساعته مخکې میانماري چارواکو د مړو شمېر ۶۹۴ او د ټپیانو ۱۶۷۰ ښودلی و.
میانمار په داسې حال کې د ژغورنې عملیات مخته وړي چې دغه هېواد په ۲۰۲۱م کال کې تر کودتا وروسته او خونړۍ کورنۍ جګړې هم له ننګونو سره مخ او د روان بشري وضعیت له کبله پکې تګ راتګ خطرناک او ستونزمن کړی دی.
نور ولولې: ميانمار زورورې زلزلې لړزولی، په بنکاک کې هم احساس شوې ده
دغه زلزله د رېشتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې وه او مرکز ېې د میانمار دوهم ستر ښار، ماندالي، ته نژدې و. په ماندالي کې ویجاړ شوي ساختمانونه تر سترګو کېږي او په هوايي ډګر کې ېې رامنځ ته شوو زیانونو د اړتیا وړ مرستو رسولو بهیر سست کړی دی.
د اندونیزيا، هندوستان، فرانسې او امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ژغورنې او مرستې رسولو په عملیاتو کې د مرستو وړاندیزونه کړي دي.
د شنبې په ورځ د چین یو تخنيکي ټیم له زلزله پېژندونکو وسایلو، ډرونونو او نورو تجهیزاتو سره د میانمار یانګون ښار ته ورسید. د چین جمهور رئيس شي جین پینګ د شنبې په ورځ د میانمار د پوځي حکومت مشر ته د ډاډګېرنې پیغام ورکړ.
د تاس په نامه د روسي خبري آژانس په حواله، د روسیې د بېړنو چارو وزارت هم ویلي چې په دوو الوتکو کې یې ۱۲۰ تنه ژغورونکي میانمار ته استولي.
هندوستان ویلي چې د پلټونکو او روغتياپالانو یو ټيم يې میانمار ته لېږلي او تر څنګ ېې د حفظ الصحې کيتونه، کمپلې، خواړه او نور ضروري توکې هم استولي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان میانمار ته ۵ میلیونه مرستې ځانګړې کړي په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د اندونیزیا ولسمشر پروبوا سوبیانتو میانمار او ټایلند ته د تسلیت پيغام استولو تر څنګ د مرستې وړاندېزونه کړي دي. په میانمار کې د د دغې زلزلې شدت دومره ډېر و چې په ټایلند کې ېې هم ټکانونه محسوس شوي دي.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (16.02.2023):