مسلمانان نن لوی اختر لمانځي؛ په افغانستان کې سبا اختر دی
۱۴۰۴ خرداد ۱۶, جمعهسږکال سعودي عربستان ته د حج مراسمو ترسره کولو له پاره له ټولې نړۍ له ۱ اعشاریه ۶ میلیونو ډېر مسلمانان ورغلي دي. دوی د جمعې په ورځ مکې ښار ته څېرمه په مینا کې پر شیطان د ډبرو ويشتلو مراسم ترسره کړل.
د مراسمو مطابق هر زیارت کونکی د شیطان پر سیمبولیکې کانکريټي درو دېوالونو ۷ ډبرې واروي. د حج مراسم د اسلام دين له پنځو اساسي ارکانو څخه یو دی.
خو د فرانسې خبري آژانس د سعودي عربستان د رسمي ارقامو له مخې وايي چې سږکال د حج په مراسمو کې له ټولې نړۍ ۱ اعشاریه ۸ میلیونه مسلمانانو ګډون کړی دی. د رپوټ پر اساس، دا تر کرونا وبا (۲۰۲۰ ـ ۲۰۲۲) وروسته په تېرو درو کلونو کې د حج په مراسمو کې تر ټولو کم شمېر ګډونوال دي.
په افغانستان کې یو ورځ وروسته اختر
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لوی اختر د سعودي عربستان خلاف یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ اعلان کړی دی. د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده: «تاسو ټولو ته د هر څه له مخه د لوی اختر مبارکي وایم...»
د آخوندزاده په پیغام کې د افغانستان پر موجوده حکومت یا د هغه په ټګو پر «شرعي نظام او امن» پر ساتلو ټینګار شوی او په دې برخه کې ېې په ځانګړې توګه د ديني علماو، چارواکو او مشرانو د مسئولیتونو یادونه کړې ده.
د آخوندزاده د پیغام په يوه برخه کې راغلي چې «علماء کرام زموږ په ټولنه کې تر ټولو ستر مسئولیت لري...» هغه ویلي دي: «باید زموږ مشران او مخور د خپل شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري.»
هر کال په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې او نورو دلایلو پر اساس، یو شمیر حاجیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تېرکال د حج په مراسمو کې ۱۳۰۱ کسان مړه شول. د مړینو یو دلیل د حج د مراسمو پر مهال ګرمه هوا وه چې د حرارت تر ۵۱ اعشاریه ۸ درجې پورې لوړه شوې وه.
له آرشیف څخه (27.06.2023):