د ترمپ د پريکړو په سيوري کې د مونشن امنيتي کنفرانس
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو او اروپا ترمنځ دودیزې نږدې اړيکې هغه څه دي چې له لسیزو راهېسې د مونشن امنيتي کنفرانس تعریفوي. پر ځيني اختلافاتو سربیره هم يوه پياوړي اساس شتون درلودلی دی. ټولو ښه ګډ کار کړی او يو بل ته یې درناوی درلودلی.
خو له هغه وخت راهېسې چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، واک ته رسېدلي، دغه باور د له منځه تلو په حال کې دی. همدا علت دی چې د مونشن سږنی امنيتي کنفرانس چې د جمعې په ورځ پیليږي، د اتلانيتک د دواړو غاړو ترمنځ په اړيکو کې ترینګلیتا منعکسوي.
د امريکا او متحدينو ترمنځ یې نوې ترینګلتیاوې؟
يوه خبره يقيني ده: د ولسمشر په توګه د ترمپ، د دويمې دورې له پېل راهېسې چې څو اونۍ یې کیږي، اوس له واشنګټن څخه بل ډول هوا چليږي. د امريکا د «لومړيتوب شعار»، د ترمپ نه تغيرېدونکی منتر دی، آن که د متحدينو په بيه هم وي.
دا نوې ترینګلتیا کيدای شي د مونشن د معتبر هوټل «بايريشر هوف» د کنفرانس په خونو کې د خبرو اترو په ترڅ کې د يوې مباحثې بڼه هم غوره کړي چېرې چې به د فبرورۍ له ۱۴ څخه تر ۱۶مې نیټې پورې سياستوال، پوځي مشران او کارپوهان سره ملاقاتونه وکړي.
اړونده موضوع: د مونشن امنیتي کنفرانس بیلانس؛ ډیرې وسلې او د سولې له پاره لږ هیله
د مونشن په امنيتي کنفرانس (ام اس سي) کې چې د امنيتي تګلارو د نړۍ تر ټولو ستر فورم ګڼل کيږي، پکې د دولتونو او حکومتونو د ۶۰ مشرانو د ګډون تمه کیږي.
د امريکا د نوې ادارې له لوري د ولسمشر ترمپ، مرستيال جی ډي وينس، او د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، په دې کنفرانس کې خپل ګډون تائيد کړی دی خو د دفاع وزير پيت هيګست، پکې برخه نه اخلي.
پر دې سربیره د کنفرانس د مشر کرستوف هيوسګن، په حواله د امريکا کانګرس د يوه ستر پلاوي د ګډون تمه هم کيږي. ويل شوي دي چې دا ښايي تر اوسه را ليږدول شويو پلاو څخه تر ټولو ستر وي. د ناټو عمومي منشي مارک روټه، به هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
له اروپا سره ستونزې
د مونشن امنيتي کنفرانس يا «ام اس سی» يوه غیر رسمي ناسته ده چېرې چې هیڅ حتمي پريکړې نه کیږي. همدا علت دی چې دا غونډه د نظر پرانيستې تبادلې ته لاره هواروي او دلته شخړې له پامه هم نه غورځول کيږي.
خو دونالد ترمپ، لا دمخه د اتلانیک د بلې غاړې اړيکو په تړاو نوې او تنده لهجه خپله کړې ده. د «مونشن په امنيتي رپوټ» کې په دې تړاو د ترمپ، له ټاکنیز کمپاين د وخت يو نقل قول شامل کړل شوی دی چې نوموړي پکې ويلي ول: «اروپايي هېوادونه په سوداګرۍ او ناټو دواړو برخو کې زموږ څخه ډېرې پېسې اخلي.»
ترمپ، اروپا ته په خطاب کې وايي: « که تاسې پېسې نه ورکوئ نو موږ به مو ساتنه هم ونه کړو.»
د ترمپ، په حواله د ناټو اروپايي متحدينو پر خپلو پوځونو ناکافي پانګونه د ده د سترګو اغزی دی. نوموړې په دې تړاو پر آلمان هم په څو ځلي نیوکې کړي دي.
تر دې دمخه پورې واشنګټن د ناټو د لګښتونو لويه برخه پرې کوله او اروپا ته یې د باور وړ پوځي محافظت تضمين کړی و. خو ترمپ، اوس غواړي دا څه له شرطونو سره وتړي. نوموړی غوښتنه کوي چې متحدين باید د خپل ناخالص توليد پنځه سلنه پر دفاع مصرف کړي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان حتی د دوه سلنه لګښت د پوره کولو له پاره هلې ځلې کوي.
د اوکراين د سولې نقشه؟
امريکا تر دې دمخه د اوکراين د مرستو مشري کوله خو اوس یې پر دې مرستو هم منفي اغیزه کیدلی شي. دا خبره يقيني ده چې د اوکراين د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، او د اوکراين له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ، د ځانګړي استازې کيت کیلوګ، ترمنځ به د خبرو اترو له پاره د موضوعاتو کمی نه وي، چې تمه کيږي په مونشن کې سره وګوري.
داسې ګونګوسي هم شته چې کيلوګ، به د همدې کنفرانس په ترڅ کې د اوکراين د جګړې د ختمولو د دونالد ترمپ، د ادارې پلان هم وړاندې کړي.
خو د کنفرانس مشر هیوسګن، په دې اړه محتاط دی. هغه وويل «موږ تمه لرو چې له مونشن به ګټه پورته شي او زموږ سره په دې تړاو اشارې هم شته چې په اوکراين کې د امن پر لور به د پرمختګ له پاره مونشن وکارول شي.»
اړونده موضوع: د مونش امنیتي کنفرانس؛ تمرکز پر اوکراین د روسي یرغل باندې دی
هيوسګن، هيله څرګنده کړې چې په مونشن کې د سولې يوه طرحه بڼه غوره کولی شي. خو دغه ديپلومات ټینګار وکړ چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکي بايد پر ځای پاتې وي.
هيوسګن، تر دې دمخه د آلمان د پخوانۍ صدراعظمې انګيلا میرکل، د بهرنۍ تګلارې مشاور او په ملګرو ملتونو کې د آلمان سفير و.
خو د مونشن کنفرانس کې د ګډون له پاره د روسیې حکومتي استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. هیوسګن، په دې تړاو په ټینګار سره وويل چې د بلنې معنا د «مذاکراتو له پاره د چمتووالي څرګندول دي او تر هغه وخت پورې چې ولسمشر پوتین، په کیف کې د زيلنسکي، حکومت په رسميت ونه پيژني، زه فکر نه کوم چې تر هغه وخته به دا ډول خبرې اترې امکان ولري.» خو په مونشن کې د روسیې د اپوزيسيون او غير دولتي ټولنو استازو ته هرکلی ويل کيږي.
د آلمان ټاکنې
د مونشن په سږني کنفرانس کې د آلمان داخلي تګلاره ډېر مهم نقش لري. د مونشن کنفرانس په آلمان کې د فبرورۍ پر ۲۳ د پارلماني ټاکنو يوازې يوه اونۍ تر مخه جوړيږي.
د هېواد يو شمير مخکښو سیاستوالو په دې کنفرانس کې خپل ګډون تائيد کړی دی چې پکې د مسيحي ديموکرات ګوند مشر او صدراعظمۍ ته کانديد فرېدرش مېرڅ، هم شامل دی. د نظر پوښتنو په حواله د میرڅ، ګوند په ټاکنو کې مخکې دی او د آلمان د راتلونکي د صدراعظم په توګه هغه له محبوبيت څخه هم برخمن دی.
پر نورو موضوعګانو سربیره، د دې امکان هم شته چې نوموړی پر دې تمرکز وکړي چې په آلمان کې څومره پانګونه بايد وشي.
اوس دا پوښتنه مطرح نه ده چې آلمان او اروپا د خپل امنيت له پاره نور څومره څه کولی شي بلکې په داسې حال کې چې دونالد ترمپ، واک ترلاسه کړی، نو د مونشن په امنيتي کنفرانس پر دې موضوع د مخکې په پرتله د لا ډېر اهميت سره د بحث ترسره کيدو امکان دی.