«تر ۴۰۰ ډیر افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شول»
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهد طالبانو ادارې د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت نن سه شنبه (۲۰۲۵م کال د می میاشتې ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۴۳۸ افغان مهاجر د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
نوموړي وزارت ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲۸۶ کسان او د دوشنبې په ورځ ۱۵۰ نیول شوي افغان مهاجر د پاکستان له محبسونو څخه خوشی او د سپين بولدک او تورخم د سرحدي بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک پر سرحدي کرښه د طالبانو د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې سره له دې چې دغو کسانو قانوني اسناد درلودل، د پاکستان په مختلفو برخو کې نیول شوي ول او څو ورځې په توقیف کې له تیرولو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي.
له ایران او پاکستان څخه د اخراجونو دوام
د طالبانو ادارې د چارواکو په حواله، تیره ورځ ۸۰۸ افغاني کورنۍ په اجباري او يا خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه ستاني شوي دي.
د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنترول لاندې فعالیت کوي، ویلي دي چې دغه کورنۍ په ننګرهار، کندهار، پکتیکا، نیمروز، هلمند او هرات ولایتونو کې د سرحدي لارو له طریقه خپل هیواد ته را ګرځیدلي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، یوازې په یوه ورځ کې ایران ۶۲۸ او پاکستان ۱۷۱ مهاجري کورنۍ اخراج کړي دي.
پاکستان د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغان مهاجرو د اجباري اخراج دویم پړاو پيل کړی دی او دغه بهیر په بیړه روان دی.
ایران هم هغه مهاجر چې د اقامت یا پاتېدو قانوني اسناد نه لري اخراجوي او ډیرو هغو ته یې د اخراج یا وتلو پاڼې ورکړي دي، څو په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي.