د روسیې تر برید وروسته په کیف کې نور جسدونه هم موندل شوي
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبهد اوکراین له پلازمېنې کيف څخه د المان خبري آژانس (dpa) د رپوټ پر بنسټ د روسیې د سختو بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۲ ته لوړ شوی دی.
د اوکراین د مدني حفاظت ادارې ویلي دي چې د یوې ۹ پوړیزې ودانۍ د ویجاړې شوې برخې له خرابيو څخه د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ۶ نورو کسانو جسدونه را ایستل شوي دي.
د سې شنبې په بریدونو کې یوازې په همدې ځای کې ۱۷ کسان وژل شوي وو. چارواکو ویلي دي چې په کیف کې په مجموع کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۳۴ نور ټپیان دي. زیاته شوې ده چې د ژغورنې عملیات جریان لري.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر اهور کلایمنکو وویل چې د ۱۰۱-Ch ډول یو کروز توغندی پر یوې لوړې نهه پوړیزې ودانۍ لګیدلی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د دغه هیواد پر پلازمېنې دغه بریدونه د روسي ترهګرۍ په بللو سره وغندل.
تمه کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ به په سنت پترزبورګ کې پيل شي د اوکراین پر وړاندې د خپلې جګړې په اړه، چې د درو کلونو راهیسې روانه ده، خبرې وکړي.
د لوموړۍ ورځې له پاره پلان شوې ده چې پوتین به د لویو خبري آژانسونو له استازو سره ویني او د روسیې د سیاست او اقتصاد په هکله به د هغوی پوښتنې ځوابوي.