راتلونکې اوونۍ امریکا ته د افغانانو د انتقال تازه لړۍ پیلیږي
۱۴۰۰ مهر ۹, جمعهد امریکا د شمالي قوماندې مشر جنرال ګلین وان هیرک د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوس شاوخوا ۱۴۰۰۰ افغانان په بهر کې دي چې باید اوس بیرته امریکا متحده ایالاتو ته راوړل شي. د دغه جګپوړي امریکايي قوماندان په خبره اوس شاوخوا ۵۳ زره افغانان د امریکا په اتو پوځي اډو کې ویشل شوي دي چې باید امریکا ته انتقال شي.
وان هیرک خبریالانو ته وویل: «زه اټکل کوم چې پروازونه به ډیر ژر بیرته پیل شي او راتلونکې اوونۍ به موږ د یوه څه شاهدان اوسو ځکه د واکسیناسیون له پاره د ۲۱ ورځو وخت پای ته رسیدلی دی.»
د دغه امریکايي جنرال په خبره، د امریکا په پوځي اډو کې اوس شاوخوا ۴۰۰۰ داسې کسان موجود دي چې روغتیايي او نورې اړوندې پروسې یې پای ته رسیدلي او کارونه یې بشپړ شوي دي، څو په امریکا متحده ایالاتو کې میشت کړل شي. د نوموړي په خبره، همدا چې دغه کسان امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شي، په یادو پوځي اډو کې به د لا ډیرو افغانانو د راوستلو له پاره ځای پیدا شي.
نوموړي امریکايي جنرال خبریالانو ته په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې موږ په پایلو باندې ډیر متکي یو تر څو دا ډاډمن کړو چې د راتلونکو نورو افغانانو له پاره په کافي اندازه ظرفیت په لاس کې ولرو.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته امریکا متحده ایالاتو په بیړنیو حالاتو کې زرګونه افغانان د ګڼ شمیر پوځي الوتکې په واسطه له افغانستان څخه اخراج کړل او ګڼ شمیر نور لا هم په افغانستان کې بند پاته دي.
اروپا او د منځني ختیځ یو شمیر هیوادونو ته د افغانانو تر انتقال وروسته د دوی په منځ کې د سرخکان یا شرې ناروغۍ بیلګې ولیدل شوې چې له کبله امریکا ته د یادو افغانانو د انتقال بهیر ودرید. تر دې وروسته د امریکا د ناروغیو د کنترول ادارې، ګمرک او سرحدونو د ساتلو د ادارو په وړاندیز امریکا ته د افغانانو د انتقال ټول پروازونه لغوه شول.
د امریکا د شمالي قوماندې د مشر جنرال ګلین وان هیرک په خبره تر اوسه پورې د شرې ناروغۍ ۲۴ قضیې ثبت شوي دي چې په دې ډله کې یې ۱۲ لا هم فعاله پیښې دي. د نوموړي په خبره، د پنجشنبې تر ورځې په یادو پوځي اډو کې میشت ټول افغانان د شرې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي او په خبره د ۲۱ ورځو انتظار موده همدا راتلونکې اوونۍ پای ته رسیږي.